په هیواد کي د کرونا ناروغۍ له امله لومړی کس بلخ ولایت کي مړ شو!

د بلخ ولایت د عامي روغتیا ریاست د یاد خبر د تائید ترڅنګ وویل، چي د کرونا ویروس له امله مړ سوی سړی د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی وو او تېره شپه ئې ساه ورکړې ده.
د بلخ د عامي روغتیا ئیس ډاکټر خلیل حکمتي له رسنیو سره په خبرو کي وویل، چي یاد شخص درې ورځي مخکي ټیسټ سوی وو، چي ډاکټرانو ورته د قرنطین توصیه کړې وه، خو د ډاکټرانو لارښوونو ته ئې هیڅ پام نه وو کړی.
د ښاغلي حکمتي په خبره، چي دغه شخص د ګردو او جګړ ناروغي هم درلوده.
دا په هیواد کي د کرونا ویروس لومړنی قرباني دئ، خو تر دې مخکي نن په هرات کي هم په دې ویروس د یوه شکمن کس د وژل کېدو راپورونه خپاره سول.
راپورنه وايي، چي هغه شخص بیا په کرونا ویروس شکمن پېژندل سوی وو، خو پایله ئې نه وو معلومه او د زړه ناروغي یې لرله.
په هیواد کي په دې ویروس د اخته کسانو شمېر نن یکشنبه ۳۴ ته پورته سو، چي تر ټولو ډېري پيښي ئې په هرات ولایت کي ثبت سوي دي، ځکه زیاتره اخته کسان له ایران هرات ته راغلي.
په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلي په هیواد کي ډېریږي او افغانان ئې په ډار کي اچولي.
نن د عامي روغتیا وزیر فیروز الدین فېروز له ټولو هیوادولو وغوښتل، چي د دې ویروس څخه د مخنیوي په موخه دي له خپلو کورنو نه راوزي.
کرونا ویروس تر ټولو ډېر ځاني تاوان په ایټالیا، ایران، او چین هیوادونو کي اړولی.
په دې ویروس د اخته کسانو شمېر په نړویواله سطحه تر لکهاوو اوړي او د وژل سوو شمېر ئې بیا په زرهاوو دئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ