په هرات کې د اور له منځه وړلو لپاره مسؤلینو له ایران څخه د مرستې غوښتنه کړې

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې په اسلام کلا ګمرک کې د اورلګېدنې له امله د نفتي موادو لسګونه ټانکرونه سوځېدلي او چاودلي دي.

د هرات والي سید وحید قتالي وايي چې د اورلګېدنې د مهارولو او له سیمې څخه د نقلیه وسایطو د اېستلو هڅې روانې دي.

د ښاغلي قتالي په خبره چې اور ډېر پراخ دی او د مهارولو لپاره یې په هرات کې ټول شته امکانات په کار اچولي دي.

نوموړی زیاتوي چې د اور د مهارولو لپاره یې د ایران د اطفایې له ټیمونو هم د مرستې غوښتنه کړې.

بلخوا د هرات د ولایت مقام مرستیاله مونیسه حسنزاده هم رسنیو ته وویل، اورلګېدنه لا هم دوام لري او د بهرنیو چارو وزارت له خوا له ایران سره خبري رواني دي چې ژر تر ژره په دې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

دغه راز د والي ویاند جیلاني فرهاد بیا وایي، تراوسه د هرات ولایت اداره د دغې اورلګېدنې په له منځه وړلو نه ده توانېدلې خو په وینا یې له ایران د کمک غوښتلو لپاره یې هڅې پیل کړي دي ترڅو ژر تر ژره د اورلګېدنې مخه ونیسي.

دغه راز ویل کېږي له ایران راتلونکې برښنا هم د اورلګېدنې له کبله قطع شوې ده.

د هغه په وینا، په دې اورلګېدو کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی خو ډېر مالي زیانونه خلکو ته رسېدلې دي.

About هوسۍ لؤنګ 848 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.