مارچ 2, 2021

په نیویارک کې د امریکا او فرانسې ترمنځ د دوستۍ نښه

ژباړه: محمد عزيز پردېس
د امريکې په نيويارک کې د آزادۍ مجسمه د امريکې او فرانسې ترمنځ د دوستۍ نښه ګڼل کېږي، د دې مجسمې ټوله بدنه په مسو پوښل شوې ده. د نوموړې مجسمې بنسټ په کال ۱۸۷۵کې ايښودل شوی دی، چې طراح يې د فرانسوي فردريک بارتلدي له لوري په فرانسه کې ترسره شوې ده. کوم ځای چې ياده مجسمه پکې ډيزاين شوې ده، د اليس يا بدلو جزيرې يوه برخه ده.
د دې مجسمې د جوړېدو چارې د ۱۸۸۴ کال د جون په څلورمه په فرانسه کې پای ته ورسېدې او نندارې ته وړاندې شوه چې د فرانسې خلکو يې په خوښۍ سره ننداره وکړه.
د آزادۍ مجسمه يا تنديس هغه لويه مجسمه ده چې د ۱۹مې پېړۍ په وروستيو کې د امریکې متحده ايالتونو د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت د فرانسې له لورې امريکې ته ډالۍ شوه.
د ازادۍ مجسمه، د يوې ښځې مجسمه ده چې رومي لباس يې پر ځان دی چې يوه پښه يې په ځنځير تړلې ده. دغه د آزادۍ تنديس په خپل ښي لاس کې مشعل لري او کيڼ لاس کې يې يو شمېر کاغذبڼه توکي ليدل کېږي چې د امريکې متحده ايالتونو د خپلواکۍ د تصويب د بيانيې د تاريخ څرګندونه کوي او نن ورځ دغه مجسمه په ټوله امريکا کې د ګرځندويانو د خوښې وړ يو ځای ګرځېدلی دی.
د آزادۍ مجسمې ځينې ځانګړنې:
۱- د آزادۍ مجسمې رنګ پخوا قهوه يي وو.
۲- تمه وه چې دا مجسمه د مصر لپاره جوړه شي.
۳- د هر کال په اوږدو کې ۳/۲ ميليونه خلکې له دې مجسمې څخه ليدنه کوي.
۴- د دې مجسمې بشپړ نوم ( د نړۍ روښانه آزادي ) دی.
۵- د دې مجسمې د تاج په برخه کې ۷ تېزې څوکې شتون لري چې د ۷ اقيانوسونو، د ۷ لويو وچو او د نړيوالۍ آزادۍ مفهوم لېږدوي.
۶- د آزادۍ د مجسمې د جوړولو الهام له رومي «Pagan Goddess Libertas» څخه اخېستل شوی دی.
۷- د آزادۍ مجسمې سر په کال ۱۸۷۸کې په پاريس کې د يو نړيوال نندارتون په ترڅ کې نندارې ته وړاندې شو.
۸- د مجسمې د ملا اندازه ۱۰/۶ متره ده.
۹- د آزادۍ مجسمې اصلي مشعل په کال ۱۹۸۴ کې د يو مسي مشعل سره بدل شو؛ دا نوی مشعل په طلا سره پوښل شوی دی.
۱۰- هغه جزيره چې دا مجسمه پکې موقعيت لري، يوه کورنۍ هم پکې ژوند کوي.
۱۱- داسې ويل کېږي چې هر کال د ۶۰۰ شاوخوا په اوږدو کې تالنده او برېښنا د آزادۍ څلي سره ټکر کوي.
۱۲- د اېفل څلي طراح ګوستاو اېفل، د آزادۍ مجسمې په طراحۍ کې هم برخه لرله.
۱۳- مختلفو هېوادونو لکه برازيل، ماليزيا، تايوان او حتی چين هم د دې مجسمې يوه کاپي په خپل هېواد کې جوړه کړې ده.
‍۱۴- د دې مجسمې د جوړولو لګښت ۱۰ ميليونه ډالرو ته رسېږي.
۱۵- د دې مجسمې څېره د مور د څېرې په اساس ډيزاين شوې ده.
۱۶- کومه جزيره چې دا مجسمه پکې موقعيت لري، د «Bedloe» په نامه يادېږي.

نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ