Advertisements
سپورټ

په نړیوال کرکټ کې د افغان لوبغاړو لپاره د نړیوالې ژبې اړتیا 

په نړیوال کرکټ کې افغان لوبغاړي ورځ تر بلې ښه ځلیږي او د خپلې کرکټ ملي لوبډلې ترڅنګ د نړۍ په کچه د کرکټ سترو مشهورو تجارتي لیګ سیالیو ته لار پیدا کوي.

د افغان لوبغاړو له جملې څخه په نړیوال کرکټ کې ښې بیلګې د محمد نبي عیسی خیل، راشد خان، مجیب ځدران، ظاهر خان او نورو ځلیدل دي دي.

په نړیوال کرکټ کې د یو لوبغاړي ښه ځلیدل ستایل کیږي او د ښه ځلیدو د علت په اړه یې هم پوښتل کیږي، تر څو د خپلې ښې کار کردګۍ راز روښانه کړي.

 افغان لوبغاړي د خبرو کولو ستونزې سره مخامخ دي؛

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په زیات شمیر لوبغاړي د اوسني عصر د اړتیا په انګلیسي ژبې د خبرو کولو ستونزې سره مخامخ دي او په اسانۍ سره نشي کولی، چې د نړیوالو روزونکو او او لوبغاړو څخه زدکړه وکړي.

بل خوا په بهرنیو تجارتي لیګونو کې د یو لوبغاړي د ښه ځلیدا وروسته د نوموړي څخه یو لړ پوښتنې کیږي، چې دغه پوښتنې ځواب هم غواړي.

د هندوستان د کورني کرکټ په مشهوره (آي پي ایل) سیالیو کې د محمد نبي عیسی خیل او راشد خان ترڅنګ ځوان لوبغاړی مجیب ځدران هم شامل دی، چې په تیرې سیالۍ کې د راجستان رایلز لوبډلې خلاف د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، خو د انګلیسي ژبې د زده کړې څخه د محرومیت له کبله ښايي لمړنی لوبغاړی وي، چې په دغه لیګ کې د خبرو لپاره بلنه ورنکړل شوه.

په ټولنیزو شبکو کې د افغان مینه والو سره هم همدا اندیښنه وه، چې مجیب ځدران به د خبرو پرمهال څه کوي؟

دا چې زمونږ کرکټ د پرمختګ لور ته ځي او لوبغاړي په نړیوال کرکټ کې راڅرګندیږي، نو د لوبغاړو لپاره باید څه وشي ؟

د انګلیسي ژبې زدکړه دومره ستونزمنه نه ده، یو تمبل کس هم په یو کال کې ډیر څه زده کولی شي.

د افغانستان کرکټ بورډ باید د کرکټ ملي لوبغاړو لپاره یو ځانګړی استاد ولري، چې دوی سره د سفر پر مهال او تمریناتي کیمپ کې موجود وي، ځکه چې لوبغاړي هم همدغه وخت کې را یو ځای کیږي او د انګلیسي ژبې زدکړې لپاره ځانګړی وخت ولري. بله ګټه به یې دا وي، چې د استاد څخه به تر یو وخت پورې د ترجمان په حیث هم استفاده کوي.

د انګلیسي ژبې زدکړه نه یوازې لوبغاړو ته په انګلیسي ژبې د خبرو کولو ګټه رسوي؛ بلکې په نړیوا کرکټ د نورو بهرنیو لوبغاړو څخه ډیر څه زده کولی شي او بیا هغه تجربې په خپل کورني کرکټ کې د راتلونکو او برحاله لوبغاړو سره شریکولی شي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی