په نړیوال جام کې سویلی افریقا او ویست انډیز هم ناهیلي دي!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د نړیوال جام له پیل وړاندې مبصرینو دوه لوبډلې چیي نومونه به یې په نیمه پایلوبه او ان تر پایلوبې رسېدو کې یادوله او تبصره یې دا وه چی دا ځل دغه لوبډلې سویلي افریقا او ویست انډیز به د پخوا په څېر روان نړیوال جام کې ډیرې پیاوړې لوبډلې وي، څنګه چی اروزونه سوې وه هغسې ونه سول.

افریقا لوبډلې تر اوسه ۸ لوبې کړي چي یوازې دوه لوبې ګټلې دي او ویسټ انډیز لوبډله چی د شل اوریزو لوبو اتلولي هم له ځان سره لري دا ځل په پنځوس اوریزو لوبو کې مهمه لوبډله ګڼل شوې وه خو یاده لوبډله هم د توقع خلاف ولوبېده او په اتو لوبو کې یی یوازې یوه لوبه ګټلې .
دغه لوبډله به سبا د افغانستان پروړاندې خپل بخت ازمایي .
راځئ چی موږ تاسو خپله ملي لوبډله وهڅوو چي پدې لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړي او د سیالیو پای په ښه شکل سره وکړي.
تر اوسه یولس پنځوس اوریز نړیوال جامونه ترسره سوي چي په ټولو کې ویسټ انډیز ګډون کړی او ان تر دې چي په ۱۹۷۵ او ۱۹۷۹ زېږیز کلونو کې یې د پنځوس اوریزو نړیوال جامونو اتلولي هم ګټلې ده.
یعني د کرکټ د تاریخ لومړی نړیوال پنځوس اوریز جام هم ویسټ انډیز ګټلی دی او سبا په دولسم نړیوال جام کې چی دویم ځل افغانستان پکې ګډون لري د یو بل پروړاندې ولوبیږي.

دواړه لوبډلې به هڅه کوي چی د نړیوال جام پای په ښه توګه وکړي.
سویلي افریقا هم هغه لوبډله ده چی تر اوسه یې ۷ وارې په نړیوال جام کې ګډون کړی او دا یې اتم ځل دی چی په نړیوال جام کې لوبیږي.
سویلي افریقا لوبډلې څلور ځلې د نړیوال جام تر نیمه پایلوبې لار موندلې او په ۲۰۱۵ز کال په وروستي نړیوال پنځوس اوریز جام کې هم تر نیمه پایلوبې رسېدلې وه خو دا ځل داسې ونه سول او د روان نړیوال جام په نمرو جدول کې په اتم مقام کې ځای لري که وروستۍ لوبه یې بایلوله امکان سته چي نوره هم راښکته سي.
ټاکل سوې سبا افغانستان او ویسټ انډیز د نړیوال جام سیالیو په لړ کې خپلي وروستۍ لوبه ترسره کړي.