مارچ 6, 2021

په نړیوال جام کې د دوو افغانانو ځلېدل.

Advertisements

تاسې معلومه ده چې د سویلي افریقا په کوربتوب د نولس کلنو کرکټ لوبډلو ترمنځ پنځوس اوریز نړیوال جام روان دی او د یکشنبې په ورځ د فبروري په ۹ مه نېټه یې پایلوبه ترسره کېږي.
دې جام کې ۱۶ لوبډلو ګډون کړی، چې افغانستان پکې د درېوو بریاوو، دوو ماتو او یوې لوبې په بې پایلې کېدو سره اووم مقام خپل کړ.
افغان لوبډلې ټولې پنځه لوبې وکړې، دغو پنځه لوبو کې د دوو افغان لوبغاړو، چې یو یې بالر او بل یې توپ وهونکی دی د نړۍ په کچه ښه وځلېدل، د کرکټ د مینوالو، د کرکټ د نړیوالې شورا او د ډېری افغانانو زړونه یې لاسته راوړل.
ابراهیم ځدران
ابراهیم ځدران چې د افغانستان د خوست ولایت اوسېدونکی دی او ۱۸ کاله عمر لري، نوموړی په ۱۹ کلنو نړیوال جام کې د افغان لوبډلې اوپنر توپ وهونکی و.
د هغه د توپ وهنې سټایل ډېر په زړه پورې او تخنیکي دی، وړتیا یې د پټېدو نه ده، ښه وړتیا لري.
ابراهیم ځدران د خپل مسلکي کرکټ تخنیک څخه په استفادې نړیوال جام کې هم ښه وځلېد او د افغانانو ترڅنګ یې د نړیوالو په خوله هم نوم زمزمه کېده.
ابراهیم ځدران په ۵ لوبو کې ۵ پاڼۍ توب وهنه کړې ده، چې لومړۍ لوبه یې د سویلي افریقا نولس کلنو کرکټ لوبډلې پر وړاندې د جنوري په ۱۷ مه نېټه د جمعې په ورځ ترسره کړه، هغه په دې لوبه کې ۵۲ منډې وکړې او د نړیوال جام لومړۍ لوبه کې خپله نیمه سلیزه ثبت کړه.
دویمه لوبه کې یې د عربي متحده اماراتو لوبډلو پر وړاندې ۸۷ منډې وکړې او دویمه لوبه کې یې هم ۱۳ منډې کم سلیزه ثبت کړه.
د کاناډا خلاف لوبه باران بې پایلې کړه.
د پاکستان پر وړاندې یې د جمعې په ورځ د جنوري په ۳۱ مه نېټه خپله درېیمه لوبه وکړه، چې دې لوبه کې ۱۱ منډې وکړې او توپ اېج واخېست او پواینټ برخه کې کېچ شو.
د اسټرالیا خلاف لوبه کې یې ۱۷ منډې وکړې.
او د چهارشنبې په ورځ د فبروري په ۵ مه نېټه یې د سویلي افریقا خلاف وروستۍ لوبه کې ۷۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې تر بري ورسوله.
ابراهیم ځدران په ۵ لوبو کې ټولې ۲۲۳ منډې کړي دي، چې تر ډېره پورې په نړیوال جام کې د مخکښو توپ وهونکو په ډله کې راتللی شي.
شفیق الله غفاري او ځلېدل یې
شفیق الله غفاري چې د افغان لوبډلې ځوان لوبغاړی دی، نوموړي ته په کرېک بز وېب پاڼه کې کارکرده ګي د توپ وهنې الراونډر لیکل شوې ده؛ خو نوموړی لېګ برېک توپ اچونه کوي او ۱۸ کاله عمر لري.
شفیق الله غفاري په خپله لومړۍ لوبه کې د افریقا خلاف لومړۍ لوبه کې د جنوري په ۱۷ مه نېټه ۹ اعشاریه یو اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې ۲ اورونه یې مېډن کړل، ۶ وېکټې یې واخېستې او په ۱ اعشاریه ۶۴ ایکانومي یې توپ اچونه وکړه.
دویمه لوبه کې یې د عربي متحده اماراتو لوبډلې خلاف ۸ اورونوکې دوه مېډن کړل، ۲۳ منډې یې ورکړې، ۵ وېکټې یې واخېستې او په ۲ اعشاریه ۸۸ ایکانومي یې توپ اچونه وکړه.
درېیمه لوبه یې د پاکستان خلاف وکړه، لس اورونو کې یو مېډن کړ، ۳۶ منډې یې ورکړې او ۳ اعشاریه ۶۰ ایکانومي یې توپ اچونه وکړه، د پاکستان خلاف لوبه کې په وېکټ اخېستلو بریالی نشو.
د اسټرالیا خلاف لوبه کې یې ۸ اورونه وکړل، ۲۰ منډې یې ورکړې او کومه وېکټ یې ونخېسته.
د سویلي افریقا خلاف وروستۍ لوبه کې یې ۸ اعشاریه ۳ اورونه وکړل، ۳ اورونه یې مېډن کړل، ۱۵ منډې یې ورکړې، ۴ وېکټې یې واخېستې او په ۱ اعشاریه ۷۶ ایکانومي یې توپ اچونه وکړه.
شفیق الله غفاري په نړیوال جام کې ټولې ۱۶ وېکټې واخېستې.
د شفیق الله غفاري توپ اچونه، ایکانومي او وېکټې په زړه پورې او قناعت بخښونکې وې.
شفیق الله درې ځلې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




لټي، سببونه او چاره یې !!

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : روانې سلامتي

Advertisements د کامران مشال لیکنه  لټي د کار نه کولو هیله ده. داسې چې زړه دې غواړې کرار پروت اوسې او یا پر مجلسونو او ساعتیریو بوخت اوسي او هیڅ کار ونه کړې. د لټۍ ... نور ولولئ