اقتصاد

په نړیوال تجارت یا معاملاتو کې څو مهم کاریدونکي بانکي لنډیزونه چې پوهیدل پرې ضروري دي

ترجمه او زیاتونه : حشمت الله رحمتي

د برقي يا (E-Banking) پواسطه سوداګريز بانکونه د خپل مشتري لپاره ﻻندي خدمات ترسره کوي:

1- کريډټ کارډ Credit Card
2- ډيبټ کارډ Debit Card
3- (Automatic Teller Machine) A.T.M
4- On-Line Banking

1- کريډټ کارډ (Credit Card): سوداګريز بانکونه چي خپلو مشتريانو ته کوم سهولتونه ورکوي په هغي کي يو د کريډټ کارډ جاري کول هم دي، د کريډټ کارډ د موجوديت په صورت کي کارډ لرونکي د مختليفو شيانو د خريداري لپاره مستقيمآ پيسي نه ورکوي، بلکي کله چي کارډ لرونکي خريداري کوي، نو د بل پيسي د يو خاص ماشين پواسطه ثبت کيږي او بيا وروسته دغه پيسي خرڅونکې اداري ته د بانک پواسطه اداکيږي.

سوداګريز بانکونه چي کوم کريډټ کارډ جاري کوي، د هغي مهمي نقطي په ﻻندي ډول ذکر کيږي:

a—د کريډټ کارډ لپاره د بانک مشتري کيدل ضرور ندي ليکن بعضې بانکونه کريډټ کارډ داسي اشخاصوته جاري کوي چي په بانک کي جاري حساب ،دګټي اوتاوان حساب يادپس انداز حساب ولري.

b—د کريډټ کارډ د حاصلولو لپاره بانک ته يو تحرير ليکل کيږي چي په هغي کې د کارډ اخیستونکي ټول ريکارډ ليکل کيږي.

c– کريډټ کارډ د هیواد په داخل او د ملک څخه بيرون هم استعماليږي.

d– په کريډټ کارډ باندي د کارډ لرونکي يو خاص سايز کي رنګين عکس لګيدلی وي، ځيني بانکونه په کارډ باندي د کارډ لرونکي انځور نه لګوي.

e– کريډټ کارډ د انتقال وړ نه وي دا صرف هغه شخص استعمالولي شي د چا لپاره چي لیږل شوی وي.

f– ځيني بانکونه د حفاظت لپاره په کارډ باندې د کارډلرونکي ﻻسليک اخلي.

g– کارډ لرونکي بايد بانک ته د فيس ورکولو پابند وي چې دغه فيسونه په مختلفو قسمونو کيږي.

h- کله چي کارډ ورک شي يا غلا شي نو ډير ژر هغه بانک ته چي دغه کارډ يي جاري کړي وي اطلاع ورکړل شي.

i- کله چي کارډ استعماليږي نو د څومره پيسو چي خريداري هغه د يو خاص ماشين پواسطه ثبت کيږي.

j- کارډ لرونکي ته پکار دي چي د خپل کاروبار يا وظيفي د تبديلي اطلاع بانک ته ورکړي.

k- بانک کارډ لرونکي ته هره مياشت د هغه د حساب يوه پرچه ليږدوي که چيرته کارډ لرونکي وپوهيږي چي پدي کي څه غلطي ده يا هغه د خپل لين دېن په باره کي نور زيات معلومات تر لاسه کول غواړي نوهغه بايد بانک سره ډير ژر رابطه وکړي.

l- که چيرته کارډ لرونکي د مياشتې تر (15) تاريخ پورې خپله ذمه واجب الادا پيسي بانک ته ادا نکړي، نو بانک واک ل ري، چي هغه د خپلو خدمتونو د معاوضي په توګه (%٢) فيصده هره مياشت ترلاسه کړي.

m- د کارډ د رکنيت فيس او سالانه فيس واپس کيدای نشي.

n- کارډ لرونکي که هر وخت وغواړي د کارډ استعمال بندولي شي ددي لپاره ضرور ده چي هغه د کارډ جاري کونکي بانک په تحريري توګه خبر کړي او کارډ ورته واپس کړي.

o- د کارډ په وسیله چي کومي پيسي ويستل شوي وي د هغي واپس کول ناممکن وي.

p- کارډ لرونکي بانک ته دا اختيار ورکوي چي بانک د نوموړي شخص د معاملاتو تفصيل بل بانک، مالي اداري يا د دولت کوم اختيار لرونکي افسر ته ورکړي.

د کريډټ کارډ نمونه


دکريډټ کارډ فايدي
Advantages of Credit Card

سوداګريز بانکونه چي کوم کريډټ کارډ لیږي هغه لاندي ګټې:

١- ځان سره د نغدو پيسو د ساتلو څخه خلاصون
د کريډټ کارډ د موجوديت په صورت کي کارډ لرونکي ته دا ضرورت نه وي چي له ځان سره نغدي پيسي وساتي.
٢- د پيسو د حفاظت څخه خلاصون
د نغدو پيسو د غلا کيدو يا ورکيدو ويره موجوده وي، د کريډټ کارډ د موجوديت په صورت کي کارډ لرونکي ته ددې ضرورت نه پيښيږي چې نغدې پيسې د ځان سره وساتي. نو پدي توګه د پيسو د حفاظت څخه خلاصون مومي.

٣- د پيسو د شميرلو څخه خلاصون
کارډ لرونکي چي کله اجناس واخلي او خرڅونکي اداري ته تاديات د بانک په وسيله کوي، نو پدي توګه کارډ لرونکي ته ددي ضرورت نه وي چي پيسي وشميري.

٤- په تادياتو کي سهولیت
کله چي کارډ لرونکي اجناس واخلي نو هغه خرڅونکي اداري ته تاديات د نغدو پيسو په شکل نه کوي بلکه دغه تاديات د بانک په وسيله کيږي نو پدي توګه کارډ لرونکي ته هيڅ قسم پريشاني په تادياتو کي نه وي.

٥- د تادياتو ثبوت
د کريډټ کارډ د موجوديت په صورت کي خرڅونکي ادارې ته د پيسو تاديه کول د بانک په وسيله کيږي چې دا د پيسو د اداکولو يو ښکاره ثبوت دی.

٧- د بانکداري سيستم شهرت
د کريډټ کارډ په استعمال سره په هيواد کي بانکداري سيستم شهرت پيداکوي.
2- ډيبټ کارډ Debit Card
(Running Finance) د قرض يو داسې قسم دي چې په هغي کي بانک خپل مشتري ته د هغه د بانکي حساب نه د يو معلوم حد څخه د زياتو پيسو اخیستلو اجازه ورکوي، که چيرته دغه سهولیت مشتري ته د برقي سيستم (E-Banking) پوسيله ورکړل شي نو ددي لپاره بانک مشتري ته ډيبټ کارډ جاري کوي، که چيرته بانک مشتري ته د ATM کارډ پواسطه د هغه په حساب کي د جمع شویو پيسو څخه د زياتو پيسو د اخستلو اجازه ورکړي نو ATM کارډ د ډيبټ کارډ شکل اختياروي.

د ډيبټ کارډ څخه بانک او مشتري دواړو ته فايده حاصليږي، مشتري ته دا فايده کيږي چي هغه د جمع شویو پيسو څخه زياتي پيسي تر لاسه کوي او د بانک لپاره ډيبټ کارډ د ګټي يوه ذريعه ده.

3- (Automatic Teller Machine) ATM Card
ATM: څرنګه چي ددي د نوم څخه معلوميږي چي دا يو داسي ماشين دی چې د بانک مشتري ته کله هم د پيسو ضرورت شي، نو مشتري ددي ماشين پواسطه د بانک څخه په مستقيمه توګه پيسي ترلاسه کولی شي. په پرمختلليو هيوادنو کې داسې ATM ماشينونه استعماليږي چې مختلف کارونه کوي، مشتري ددې ماشين پواسطه په خپل حساب کي نغدي پيسي يا چيک هم جمع کولاي شي.

د ATM ماشين د بانک عمارت کي په هغه ځای کي نصبول په کار وي چيرته چي هر يو مشتري په اساني سره ورسيږي او کله چي هم وغواړي د ATM پواسطه نغدي پيسي تر لاسه کړي.

منبع: www.onlinebanking.com ، او د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د برقي بانکدارۍ لکچرنوټ

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حشمت الله رحمتي