په نړیوالو سيريزونو کې تر ټولو ډېر د غوره لوبغاړي جايزې ګټوونکې لوبغاړي

هغه ٨ لوبغاړي چې په نړیوالو سریزونو کې یې تر نورو ډېرې د غوره لوبغاړي جایزې ګټلي دي.

په لوبه کې د غوره لوبغاړي جایزه ګټل تر هغه اسانه ده کوم چې د پوره سيريز غوره لوبغاړی اعلانېږي،ځکه په سیریز کې باید لوبغاړی په هره لوبه کې تر نورو لوبغاړو ښه کار ګردګي وښيي.

موږ هغه اته لوبغاړي درپېژنو چې په نړیوال کریکټ کې یې د درې واړه فارمټونو څخه تر نورو ډېري د لوبلړيو جایزې ګټلي وي.

١_ سچن ټنډولکر_ هندوستان

د کريکټ د نړۍ ټيټ قدی ماسټر سچن ټنډولکر په نړیواله کچه خورا نامتو دی او په هندوستان کې یې خلک خورا قدر کوي.

ټنډولکر په سیریزونو کې تر نورو ټولو لوبغاړو بریالی وو،او د سیریزونو د غوره لوبغاړي ایوارډونه یې ګټلي دي.

نوموړي ١٨٣ سیریزونو کې لوبېدلی او ٢٠ ايوارډونه یې ګټلي دي.

٢_ ویرات کوهلي_هندوستان

ویرات کوهلي چې د منډو د ماشین لقب د ځان سره لري تر سچن ټنډولکر په کمو سیریزونو کې لوبېدلی خو د ایوارډونو په ګټلو کې ورنيږدې دی.

نوموړي په ١٢٩ سیریزونو کې ١٩ د غوره لوبغاړي ایوارډونه ګټلي او دا چې ویرات برحاله کریکټر دی او ښې لوبې کوي نو مالومه خبره ده چې تر سچن به مخته ځي او یو قوي ریکارډ به جوړوي.

٣_ جک کاليس_ سويلي افریقا

جک کالیس اوسمهال په سیریزونو کې د روزونکې دنده په غاړه لري خو د سویلي افریقا لپاره یې ډېرې ښې لوبې ترسره کړيدي.

کالیس بیا په ١٤٨ لوبو کې ١٥ د سیریز د غوره لوبغاړې جایزې ګټلي دي.

٤_ شکیب الحسن _ بنګلدېش

شکیب الحسن په مکمل ډول د نړیوال کریکټ غوره الراونډر او بنګلدېشیان یې په هر حالت کې ملاتړ کوي.

شکېب په ١٢٦ نړیوالو لوبلړيو کې ١٤ ایوارډونه ګټلي دي.

٥_ سانات جیاسوريا_ سریلانکا

سانات جیاسوریا د سریلانکا یو افسانوي لوبغاړی دی او یو ښه کریکټر وو.

نوموړی په ١٧٦ سیریزونو کې ١٣ د لوبلړۍ د غوره لوبغاړې ايوارډونه ګټلي دي.

٦_ کریس ګېل_ ویسټ انډیز

کریس ګېل د عمر له لحاظه باید نور کریکټ ونکړي خو لاهم تر ډېریو ځوانو لوبغاړو ښې لوبې کوي او یو بریدګر توپوهونکی دی چې شل اووریز کریکټ پرې ښایسته دی.

ګېل د نړیوال کریکټ په ١٣٧ لوبو کې لوبېدلی دی او توانېدلی دی چې د ١٢ سیریزونو ایوارډونه پخپل نامه کړي.

٧_ شاون پالک_ سويلي افریقا

شاون پالک تر جک کالیس وروسته دويم لوبغاړی دی چې د سیریزونو د غوره لوبغاړي د ایوارډونو په مخکښ نوملړ کې راغلی.

پالک په ١٠٧ سیریزونو کې لوبېدلی او پدې توانېدلی چې د ١١ لوبلړیو د غوره لوبغاړې ايوارډونه پخپل نوم کړي.

٨_ شیوانراین چندرپاول_ ویسټ انډيز

شیوانراین چندرپاول ویسټ انډېزی دی او د هغو لوبغاړو له ډلې څخه دی چې تر لس ډېر د سیریزونو ایوارډونه يې ګټلي دي.

چندرپاول ١٣٦ سیریزونو کې لوبېدلی دی او د ١١ لوبلړيو ايوارډونه يې ګټلي دي.

وروستي مطالب