Advertisements
سپورټ

په نړيوال جام کې د سچن ټنډولکر ريکارډونه

لیکنه: مدثر دعوت

راټولوونه: مدثر دعوت

سچين ټنډولکر په نړيوال کرکټ کې ډېر زيات اونه ماتېدونکي ريکارډونه لري.

د کرکټ دنړيوالي شورا په بيلابيلو (۱۹۹۲ز، ۱۹۹۶، ۲۰۰۳، ۲۰۰۷، ۲۰۱۱) نړيوالو جامونو کې سچن ټنډولکر د يو مهم او نه تکرارېدونکی لوبغاړي په حيث ځلېدلی دی.

ټنډولکر د ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام په ګټلو کې د هندوستان لپاره ډېر تأثري توپوهونکی وو.

د کرکټ دغه ماسټر سږ کال د ۴۵ کلونو سو، خو لاهم ډېر ځوان برېښي.
که د سليزو خبره راځي، نو ستاسو دماغ ته به حتماً د سچن ‍۱۰۰ سليزي راځي او شايد په اړه مو يې د ملګرو سره ښه مفصل بحث هم کړی وي، خو موږ دا ځل په هغو نړيوالو جامونو کې چې ټنډولکر پکښې لوبېدلی، دده ريکارډونو ته مو کتنه کړې.

زه باوري يم که تاسو دغه ليکنه ترپايه ولولئ نو حتماً به مو په مالوماتو کې د سچن ټنډولکر په هکله ډېرښت راشي او درته په زړه پوري به تمامه شي.

۱ـ ترټولو ډېري( ۲۲۷۸) منډي

په نړيوال جام کې هيڅ يوه کرکټر د سچن ټنډولکر په څېر ډيرې منډې ندي کړي، حتا ورنيږدې سوی هم ندی.

ټنډولکر تر ۵۰۰ ډېرو سیالانو سره سره په ۵۶.۹۵ اوسط ۲۲۷۸ منډې ترسره کړيدي.

د سچن ترټولو لوړ سکور د نميبيا په وړاندي په ۲۰۰۳ز کال کي په ۱۵۱ توپونو ۱۵۲ منډي دي، ده په هماغه لوبه کې ۱۸ څلوریزې وهلې وې.

په همدې ۲۰۰۳ز کال نړيوال جام کې يې د پاکستان په وړاندې هم ۹۸ منډې ترسره کړې.

۲ـ تر ټولو ډېري ۶ سليزي

د نميبيا پر وړاندې د ټنډولکر د ۱۵۲ منډو په مټ چې يوه شپږيزه او ۱۸ څلوريزې پکښې شاملي وي، هندوستان وکولای شول چې په ۲۰۰۳ز کال نړيوال جام کې ځان تر دريم مقام پورې ورسوي.

ده په خپل دويم ټورنمينټ کې په ۱۹۹۶ز کال کې لومړۍ سليزه ترسره کړله،دغه ۱۲۷ ناسوځېدلي منډي د کينيا په وړاندي د ډېر وخت لپاره ورته ريکارډ پاتې نسو.
ځکه ټنډولکر يوازې دوه اونۍ وروسته وکولای شول چې د سريلانکا په وړاندې ۱۳۷ منډې ترسره کړي.

په ۱۹۹۹ز کال کې ټنډولکر بياهم وتوانېد چې د کينيا په وړاندې۱۴۰ ناسوځېدلې منډي ترسره کړي، خو خپله څلورمه سليزه يې د نميبيا په وړاندي ووهله.

سچن په ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام کې چې دده لپاره وروستی و، د انګليستان په وړاندې ۱۲۰ منډي وکړې او ويې کولای شول چې شپږمه سليزه هم ترسره کړي، چې هغه يې ۱۱۱ منډې د سويلي افريقا په وړاندي وي.

ویډیو؛

۳ـ تر ټولو ډېرې ۱۵ نيمه سليزې
لکه څنګه چې ټنډولکر په نړيوال جامونو کې د ډېرو سليزو ريکارډ لري، ورسره د ډېرو نيمه سليزو ريکارډ يې هم تر اوسه چاندی مات کړی.

سچن په نړيوال جامونو کې ۱۵ پنځوسيزي وهلي دي.

۳ نيمه سليزې يې په ۱۹۹۲ز کال په خپل لومړني نړيوال جام کې ترسره کړې، ۳ نورې يې په ۱۹۹۶ز کال، ۶ يې په ۲۰۰۳ز کال، یوه يې په ۲۰۰۷ز کال، او دوه نورې يې په ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام کې ووهلې.

۴ـ په يوه سيريز کې ۶۷۳ ترټولو ډېرې منډې
دا ۲۰۰۳ز کال وو چې نړيوال جام په سويلي افريقا، کينيا او زيمبابوې کې ترسره کېده، د ټنډولکر لپاره دا ښه چانس وو چې ځان غوره ثابت کړي او د ټول وخت لپاره ځان د يو ورځنيو لوبو يو تکړه توپوهونکي په حيث وځلوي.

ده د هماغه ټورنمينټ په ۱۱ لوبو کې ۶۷۳ منډې ترسره کړې چې تر اوسه پورې کوم بل لوبغاړي دغه ريکارډ نه دی مات کړی.

د ټنډولکر د ۲۰۰ منډو ویډیو؛

په سويلي افريقا کې ټنډولکر خپل جادوګر بيټينګ نندارې ته وړاندې کړ.

د نميبيا په وړاندې يې ۱۵۲، د پاکستان په وړاندې ۹۸ او د سريلانکا په وړاندې يې ۹۷ منډي ترسره کړې.

که څه هم ده په هماغه کال ونه شوای کولی چې د اسټراليا په وړاندې هندوستان بریالی کړي، خو ۸ کلونه وروسته يې وکولای شول چې انډيا د نړيوال جام ګټونکې کړي.

خو دا ځل به وګورو چې په ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام کې کومه لوبډله ښه ځلېږي، کوم لوبغاړی کولای شي چې نوي ريکارډونه جوړ کړي او زاړه ريکارډونه مات کړي.

افغان کرکټ لوبډله هم په راتلونکي ۲۰۱۹ز کال پنځوس اووريز نړيوال جام کې د ځوانو لوبغاړو په شتون کي خپله لومړنۍ لوبه د ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام ګټونکي اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې سره کوي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.