په ملې لوبډله کې پر نه اخیستلو، دروېش رسولي ناهیلې ښوودلې

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنې ملې لوبډلې تکړه توپوهونکی دروېش رسولي، چې ملې لوبډلې هم په یو شمېر لوبلړیو کې اخیستی، خو د ایرلینډ په وړاندې پر نه اخیستلو یې ناهیلې ښوودلې.

هغه پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې دا ناهیلې د خپل او وفادار مومند له انځور سره د یوه بیت په خپرولو سره کړې.

افغان کرکټ بورډ د ایرلینډ په وړاندې دریو یو ورځنیو لوبو ته ۱۶ کسیزه لوبډله پرون شنبه اعلان کړه، چې پکې دروېش رسولي نشته او پر ټولنیزو رسنیو هم پر کرکټ بورډ د دروېش رسولي ترڅنګ د یو شمېر نورو ځوانو لوبغاړو پر نه اخیستلو نیوکې کړې دي.

اعلان شوې ۱۶ کسیزه لوبډله

اصغر افغان، رحمت شاه، نوین الحق، هشمت‌الله شهیدي، یمین احمدزی، عثمان غني، عضمت‌الله عمرزی، رحمن‌الله ګربز، سیداحمد شېرزاد، نجیب‌الله ځدران، جاوید احمدي، راشدخان ارمان، محمدنبي، ګلبدین نایب، مجیب‌الرحمن ځدران او شراف الدین اشرف.

افغان کرکټ بورډ وايي، چې د ایرلینډ په وړاندې افغان لوبډله درې یو ورځنۍ لوبه په روانه جنوري میاشت کې د افغانستان په کوربتوب عُمان هیواد کې ترسره کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ