اپریل 14, 2021

په لندن کې افغان لوبډلې سریلنکا ته ماتې ورکړه

Advertisements

په لندن کې د افغان میشتو مهاجرینو د کرکټ لوبډلې د اسیا جام په ۲۰ اوریزه کې د سریلنکا د کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

 د اسیا جام په نوم د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالیو څلورم پړاو لوبې تیره ورځ په لندن ښار کې پیل شوې دي، چې پکې د افغانستان، هندوستان، پاکستان، سریلنکا، بنګله دیش او انګلستان لوبډلې شاملې دي.

 د افغان لوبډلې لوبډلمشر محمد ولي همدرد یاران ته د غږیز پیغام له لارې وویل، دغه سیالۍ تیره ورځ د افغانستان او سریلنک د کرکټ لوبډلو ترمنځ په لمړۍ لوبه پیل شوې، چې پکې افغان لوبډلې په لمړۍ توپ وهنې د نصرت الله د ۴۰ او جاوید احمدزي د ۳۹ زیاتو منډو پرمټ د سریلنکا لوبډلې ته د ۱۳۶ منډو هدف ورکړ، چې په ځوابي لوبه کې د سریلنکا د لوبډله د دغه هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله.

د افغان لوبډلمشر په وینا دوی په خپلې لمړۍ سیالۍ کې د بریا خپلولو وروسته په دویمه لوبه کې د روانې مۍ میاشتې په ۲۲ مه نیټه د پاکستانۍ لوبډلې خلاف د سیالۍ ډګر ته ځي.

 نوموړي وویل، په لوبډله کې ورسره پیاوړي لوبغاړي شتون لري، چې یو یې د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی جاوید احمدزی شامل دی.

 د معلوماتو له مخې، د کرکټ دغه ۲۰ اوریزه سیالۍ هر کال په لندن کې د ایسیکس کلب لخوا ترسره کیږي، چې پکې دوه ځله افغان لوبډله تر پای لوبې رسیدلې وه.

د اسیا جام په نوم د دغه ۲۰ اوریزه سیالیو ۴ م پړاو سیالۍ، چې تیره ورځ په لندن کې پیل شوې دي؛ پکې به افغان لوبډله د پاکستان وروسته په دریمې سیالۍ کې د هندوستان، څلورمه سیالۍ کې د انګلستان او په وروستۍ پنځمه سیالۍ کې به د بنګله دیش لوبډلو سره مخامخ شي.

وروستي مطالب

د بریا په هکله د برایان ټریسي خبرې؛ هېڅکله مه وایاست چې ناوخته دی

لیکوال: صدیقه پوپلزۍ، کابل - برخه : بریا او پرمختګ

Advertisements ژباړه او راټولونه زده‌کړه د بریا کلي/ کونجي ده خو ستونزه په کې شته او وخت هم نیسي، یوازې ټنبل انسانان زده‌کړې ته ارزښت نه ورکوي. نن ورځ نه یوازې په ډېر فکر سره ... نور ولولئ