کلتور او هنر

په شمشیره فلم کې د بالیوډ ښکلې اداکارې ته د کار موقع ورکړل شوه

د رنویر کپور په نوی فلم (شمشېره) کې د بالیوډ ښکلي اداکارې واني کپور ته چې په خپلو وروستیو فلمونو کې یې کامیاب رول لوبولی موقع ورکړل شوه.

شمشېره فلم د مرکزې رول لپاره هندي ستوری رنویر کپور غوره شوی او هيروئني رول یې واني کپور ته ورکړل شوی.

له کله چې رنویر کپور د بالیوډ پخواني ستوري چې تر اوسه هم په فلمونو کې کارکوي د سنجي دت په ژوند په جوړ شوی فلم (سنجو) کې کامیاب کار وکړ نو ورته د فلم جوړونکي مخ ور اوښت.

د رنیو کپور فلم سنجو د ټریلر د خپرېدو سره سم د بالیوډ زیات شمېر لوبغاړو په دغه فلم کې د رنویر په کارکاردګۍ حیران تیا وښودله او په خبره یې چې دغه رول د بالیوډ هېڅ ستوری د رنویر کپور په شان نشو ادا کولی.

په(سنجو) فلم کې د رنویو سنګهـ کارکردګئ خپله سنجي دت هم حیران کړی و، او د ده د مشهور فلم (مونا بهای) د جوړونکي یې په مزاحیه انداز غوښتلي وه چې پام د (مونا بهای) فلم په راروانه برخه کې رنویو کپور انتخاب نه کړي.

خو د سنجو فلم له کارکردګۍ وروسته رنویر سنګهـ ته د یش راج په فلم (شمشېره) کې د کارکولو موقع ورکړل شو.

د یش راج د هندي فلمونو مشهوره کمپنۍ ده، چې زیاتره وخت کامیاب او ښه فلمونو نندارې ته ږدي، د یش راج فلم (شمشېره) کې په کارکولو سره خپل رنویر کپور هم زیاته خوښې ښودلې وه او ویلي ول چې هڅه به وکړي، تر څو خپل دغه فلم په بازار کې کامیاب فلم ثابت کړي.

اوس هندۍ رسنۍ وایې چې په همدغه فلم (شمشېره) کې د رنویر سنګهـ سره د مرکزي رول لپاره واني کپور غوره شوې، خو واني کپور تر دې وړاندې د یش راج په نورو فلمونو شدهـ دیسی رومانس او بي فکري کې هم کار کړی.

رسنۍ وایي، چې واني کپور نن سبا د ټائیګر شروف او هرتیهیک روشن په سره د دوی د نويو فلمونو په ډکولو بوخته ده، خو د دوی د دواړو د فلمونو نومونه لا تر اوسه نه دي روښانه شوي.

سره له دې چې سمدستې اوس واني کپور نورو فلمونو په شوټینګ هم مصروفه ده، خو د یش راج په نوي جوړیدونکي فلم (شمشېره) کې هم ورته د کار کولو موقع ورکړل شوه.

شمشېره فلم کې کار کول خپله دغه فلمي ستورې واني کپور هم پر خپل ټوئټر پاڼه باندې تائید کړې دي.

د یش راج فلم کمپنۍ لخوا هم په ټوئټر په شمشېره فلم کې د واني کپور د کارکولو تائید شوی او لیکلی یې چې په دغه ایکشن فلم کې به واني کپور ته د هغې د کمال ښودلو لپاره موقع ورکړل شي.

د فلم لارښود کرن ملهوترا وایي دوی په فلم کې د رنویر کپور تر څنګ داسي هروئینې ته ضرورت لرو تر څو زیات شمېر خلک فلم ته لېواله کړي او د دې کردار لپاره يې په پوره باور سره واني کپور غوره کړې ده.

د یادولو ده چې د دغه فلم د ډکولو یا شوټینګ کار په د ۲۰۱۸ کال په اخرو کې شروع شي او اټکل دی چې همدغه فلم به د ۲۰۱۹ کال په منځ کې د سینما پر پرده د مینوالو انتظار ختم کړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی