په شعر کې ښځينه عواطف

هغه ساده بيان چي احساسات ورسره ګډ وي؛ شعر بلل کيږي. يا هم د ابن خلدون په وينا چې هغه وايي: “داسي کلمات چي موزون وي او قافيه ولري او په اراده لیکل شوي وي هغه شعر بلل کېږي”.

شعر هغه وينا ده چي الفاظ يې ښکلي وي. او ويونکی يې په فکر، پوهه، ذوق، د زړه هيجان او د روح اغېزه سره ګډ کړي.
شعر د زړونو درد دی، هغه خبرې چې درد ولري او له سوزه ډکې وي، یو ډول عاطفي تړون رامنځته کړي نو شعر یې بللی شو، هغه درد چې د شعر په ژبه له زړه راوځي ښه لګېږي. په ډېرې اسانۍ سره د زړونو تل ته لاره مومي لکه د درمان غوندې په دردېدلو زړونو منګلې لګوي.

ښځه له عاطفې جوړه يوه ټوټه ده. شاعري يې ځکه ښکلې او زړه ته لارې کوي؛ چې په شعر کې تر ډېره بريده عاطفي نازک مينه‌یيز له مهره ډک مسائل په کې رانغاړي. مثلا: د شفيقې خپلواک دا نظم د مثال په ډول را اخلو؛

ژمنه
شاید نجونې
ستا د دنګې غاړې ونه کې
لاسونه امیل کړي
په نرمو ګوتو به دې
سر چاپي کړي
کله چې دې سره تبه وي
دوی به خپل سپین پړونی
ستا په تندي ونښلوي
چې ستړی یې
دوی به دې له ګوتو ټکان وباسي
یوه شپه چې ستوري ژوندي وي
سپوږمۍ به خاندي
په قلمي ګوتو به ګیلاس در ورغړوي
په میز به دې
د ګلابو نابالغې غوټۍ وکري
ممکن
ته یې نرګسي سترګې
په یاقوتي شونډو ونازوې
په شرابو لړلې ژبه
غاښونه وشميري
د دې ملک د باچا لور به
د طلایي کبانو ژمنه درکړي

په شعر کې د زړه خبرې راوړل که له یوې خوا استعداد دی، له بلې خوا جرئت هم دی. ځينې مېرمنې هغه څه چې زړه کې يې لري مکمل په شعر کې نه راوړي، نارینه کولای شي چې د خپل زړه خبرې او موخې په ښه ډول او جرئت د شعر په تارونو وپیيي. خپلې ټولنې ته یې وړاندې کړي، خو له بده‌مرغه چې پښتنې ټولنه کې د ښځينه شاعرانو دغه ډول جرئت بیا کم رنګه دی.

داسې نه ده چې شاعرانې خپل احساسات په شعر کې په هنري ډول نشي راوړلى، اويا يې هم نشي کولای خپل د زړه خبرې په شعر کې وکاروي، خو دا چې نه يې کوي ممکن د ځينو بدو دودونو اغېز وي چې موږ يې په ټولنه کې لرو.

په شعر کې نارينه شاعران په ډېر جرئت کولی شي خپل احساس او د خپل ژوند انځور کې بيان کړي. دا جرئت په ښځو کې کمرنګه دی او کمې شاعرانې کولی شي دخپل ژوند انځور په شعر کې راوړي. د زړه خبرې، احساسات، هيلې په ډېر هنر مندانه ډول په آهنګ لرونکې او منظومه ژبه وړاندې کړي. چې په لوستونکي اغېز کوي.

ښځينه شاعري له رنګونو جوړه ده. ښځو نجونو خپل زيورات په ښه ډول ستايلي دي چې موږ دلته د کاينات تنها د بنګړيو يو شعر را اخلو

تــا که را تــه راوړل پېښوری بنګړي
بیا به در نه نه غواړم بنګړي بنګړي
هــا چې مړوندونو کې مې تنګ به وو
هــا مې اوس څنـــګلو له راځی بنګړي
بیــا بــه يې پـــه مینه شـرنګوم در ته
خیـــال کې بـه زما دې زنګوی بنګړي
نښـه بـــه دې سـاتــم “کاینــات تنـها”
تابه راته هر وخت يادوي بنګړي

ښځينه شاعري ځکه په زړه پورې ده چې د خپل ژوند حالات په کې په ډېر ښه ډول څرګند کړي دی. د ژوند د ناخوالو، مجبوريتونو، ناوړه دودونو ، د زړه فرياد په شاعرانه انداز وړاندې کړي دي.

لنډۍ چې شاعر يې معلوم نه دی خو زياتره وخت د ښځو له خوا ويل شوي چې خپلې د زړه خبرې په ډېر ښه ډول په لنډۍ کې ويلى، دى چې بېلګې يې د مثال په ډول يادوو.

په مخ مې مه وهه ظالمه
د او ښکو ډکې سترګې چاته واړومه

يوه دې وه بله دې وکړه
مه پرې سود من شې مه دې وشه زامن لوڼه

چې د زړګي رضا يې نه وي
کورونه يې رنګ شه چې په زور يې ودوينه

له مور او پلاره ظالم نشته
وړې يې ور کړي بيا يې واړوي له غرونه

داسې بې شمېره بېلګي شته چې ښځينه احساسات په کې په ډېر ښه ډول راغلي دي. د ټولنې قیودات او دودونه د دې لامل شوي چې ښځینه خپل احساسات د شعر په ژبه مکمل بیان نه کړي. په لنډیو کې بیا یو څه ازادي لیدل کېږي؛ ځکه د هغې مالک معلوم نه وي نو چاته یې مخ نه اوړي.

وروستي مطالب