په سل بالیز کرکټ کې غوره لوبغاړي

 

د سل توپونو په سیالۍ کې تر ټولو زیات ځلېدونکی توپوهونکی او د ټول ټورنمنټ مخکښ منډې جوړوونکی د انګلستان لیام لېوېنګسټن و، هغه له اتلې لوبډلې ساوترن برېف سره ولوبېد او په ټولو لسو لوبو کې یې ۳۴۸ منډې وکړې او ټولې یې ۹ پاڼۍ توپوهنه کړې ده.

په هره لوبه کې یې اوسط یا اورېج ۵۸ منډو ته رسېږي، چې خورا لوړ اورېج دی.

سټرایک رېټ یا ګوزارکچ یې ۱۷۸ اعشاریه ۴۰ ته رسېږي، یعنې په هر توپ یې نږدې دوه منډې جوړې کړي دي.

په ۹ پاڼیو توپونه کې یې ۲۷ شپږیزې وهلي دي.

دی د دې سیالیو تر ټول ارزښتناک لوبغاړی هم و.

په یواځې ځان یوه پاڼۍ کې زیاتې منډې د اسټرالیا ډارسي شارټ کړي دي، دی د ټرېنټ راکېټس لوبډلې اوپنر و، ده یوه لوبه کې ۱۳۴ ناسوځېدلې منډې کړې وې، چې بل هېڅ لوبغاړي دومره منډې نه دي کړي.

جوني بېرسټو ۱۲۸ ناسوځېدلې منډې په یوه پاڼۍ کې دویمې زیاتې منډې دي، بېن ډکېټ ۱۲۶ ناسوځېدلې، بروک ۱۰۰ ناسوځېدلې، جېمز وېنس ۱۰۰ ناسوځېدلې، لیام لېوېنګسټن یوه پاڼۍ کې ۹۹ ناسوځېدلې، کلارک ۷۹ ناسوځېدلې، ډیون کانوی ۷۵ ناسوځېدلې، ډېوېډمېلن ۷۱ ناسوځېدلې او وایټلي ۶۸ ناسوځېدلې منډې په یوه پاڼۍ کې زیاتې دي.

زیاتې نیمه سلیزې

لیام لېوېنګسټن ۳ نیمه سلیزې وهلې وې، ډېوېډملن هم درې، ګلېن فېلېپس دوه، جاش انګلېس، کوېنټن ډیکاک، جېمز وېنس، جوني بېرسټو، ډارسي شارټ، بېن ډکېټ او جېسن رای دوه، دوه نیمه سلیزې وهلې وې.

 

زیاتې شپږیزې وهونکي توپوهونکي

لېوېنګسټن ۲۷، معین علي ۱۵، ګلېن فېلېپس ۱۲، سامت پټېل ۱۱، پال سټېرلېنګ او وېل سمیډ لس، لس شپږیزې وهلې وې.

مورګن، جېسن رای او ډېوېډ ویلي نهه، نهه شپږیزې وهلې وې.

 

زیاتې وېکټې اخیستونکي بالران

راشدخان ۱۲، اډم مېلن ۱۲، مرچنټ ډیلېنج ۱۲، عادل رشید ۱۲ وېکټې اخیستې وې.

وروستي مطالب