د سل توپونو سیالۍ چې د اته لوبډلو په ګډون په انګلستان کې د جولای په ۲۲ مه پیل شوې وې، د اګسټ په ۲۱ مه پای ته رسېږي.
د دې سیالیو د لومړي پړاو یواځې دوه سیالۍ پاتې دي، چې د چهار شنبې په ماخستن لس بجې د قیس احمد دې او محمدنبي دې لوبه ده.
هره لوبډله چې لوبه وګټي دویم پړاو ته نشي تللی، یانې ګټونکې او بایلونکې لوبډلې له سیالیو بهر کېږي، یانې قیس احمد او محمدنبي یواځې یوه لوبه لري او دا لوبه به کوي، نورې یې لوبې ختمېږي او لوبډلې یې له سیالیو بهر کېږي.
د سه شنبې په ماخستن لس بجې د مجیب الرحمن دې لوبه ده، که چېري مجیب الرحمن دې دا لوبه له برمینګهم فونېکس لوبډلې نه وګټي، نو د مجیب دې لوبډله دویم پړاو ته ځي او فونکېس لوبډله خو هسې هم دویم پړاو ته رسېدلې ده.
که مجیب الرحمن دې د سه شنبې شپې لوبه وبایلي بیا له سیالیو بهر کېږي.
د راشدخان دې لوبډله او دویم پړاو ته تلی شي او که نه؟
د راشدخان دې اړوند لوبډله ټرېنټ راکېټس د نومرو په جدول کې لس نومرې لري او درېیم ځای یې نیولی دی.
دوی دویم پړاو ته یې رسېدل په قسمتونو دي، ځکه په ټاپ کې دوه لوبډلې شته، چې ساوترن برېف ۱۱ نومرې لري او دویم پړاو ته تللې ده.
برمینګهم فونېکس لس نومرې او د راشدخان دې سره یې نومرې مساوي دي، خو نېټ رن رېټ یې صفر اعشاریه ۹۰۲ دی او د راشدخان دې صفر اعشاریه صفر ۳۵ دی.
نو فونېکس لوبډله ترې مخکې ده.
ښایي داسې وشي، چې د برېف لوبډله سیده پایلوبې ته ولاړه شي او راشدخان دې بیا له فونېکس لوبډلې سره پایلوبې ته د تګ په موخه لوبه کوي. دا امکان زیات دی، دواړه لوبډلې لوبه وکړي او ګټونکې یې پایلوبې ته ولاړه شي.
راشدخان وړمه شپه د لومړي پړاو په وروستۍ سیالۍ کې په شل توپونو ۱۶ منډې ورکړې او درې وېکټې یې ترلاسه کړې.
دې لوبه کې ډېوېډ مېلن هم ۵۲ منډې وکړې، چې د لوبې غوره لوبغاړی شو، راشدخان او مېلن خپله لوبډله تر بري ورسوله او دویم پړاو ته یې داخله کړه.