په سل بالیز کرکټ کې د راشدخان دې لوبډله مخکې ده

 

سل بالیز کرکټ چې د جولای په ۲۲ مه نېټه د اته لوبډلو په ګډون پیل شوي، پکې څلور افغان لوبغاړي هم برخوال دي.

راشدخان چې له ټرېنټ راکېټس لوبډلې سره لوبېږي، تردې دمه تر ټولو مخکښه لوبډله ده، دې لوبډلې په ۴ لوبو کې ۳ ګټلي، یوه یې بایللې او د ۶ نومرو په لرلو سره د جدول په سرکې ده.

مانچیسټراورېجنل لوبډلې په ۴ لوبو کې دوه ګټلي، یوه یې بایللې او یوه یې د اورښت له امله بې پایلې شوې او پنځه نومرې لري.

درېیم مقام د اوول اېنوېسبل لوبډلې دی، دې لوبډلې په ۴ لوبو کې دوه ګټلي، یوه یې بایللې او یوه یې بې پایلې شوې ده.

وېلش فایر لوبډلې سره قیس احمد لوبېږي، دې لوبډلې څلورو لوبو کې دوه ګټلي او دوه یې بایللي دي، د ۴ نومرو په لرلو سره څلورم ځای کې ده.

برمینګهم فونېکس لوبډله پنځم ځای کې ده، څلورو لوبو کې یې دوه ګټلي او دوه یې بایللي دي.

ساوترن برېف لوبډله شپږم ځای کې ده، څلور نومرې لري، څلور لوبو کې یې دوه ګټلي دي.

نارترن سوپرچارجرز سره مجیب الرحمن لوبېږي، دې لوبډلې یوه لوبه ګټلې، دوه یې بایللي او یوه یې بې پایلې شوې ده، د درې نومرو په لرلو سره اووم مقام کې ده.

او وروستی ځای د لندن سپایریټ لوبډلې دی، له دې لوبډلې سره محمدنبي عیسی خېل لوبېږي، درې لوبې یې بایللي او یوه یې بې پایلې شوې ده.

یواځې یوه نومره لري.

له دې وروسته د هرې لوبډلې څلور، څلور لوبې پاتې دي، کومه لوبډله چې ۶ او یا هم ۷ لوبې وګټي، هغوی دویم پړاو ته ځي.

د محمدنبي دې اړوند لوبډله باید راتلونکې څلور لوبې وګټي، بیا دویم پړاو ته تللی شي.

د راشدخان دې لوبډله باید هم لومړی څلور لوبې وګټي، کنه درې لوبو ګټل یې دویم پړاو ته بیولی شي.

د قیس احمد دې لوبډله هم څلورو غوره لوبډلو کې ده؛ خو د دویم پړاو لپاره درېیوو نورو بریاوو ته اړتیا لري.

د مجیب الرحمن دې لوبډله هم راتلونکو ټولو لوبو ګټلو سره اړتیا لري.

د سل بالونو کرکټ سیالۍ د اګسټ په ۲۱ مه نېټه اتلس ورځې وروسته پای ته رسېږي.

 

وروستي مطالب