فبروري 27, 2021

په روژې میاشت کي د شاپور ځدارن نوې بڼه!

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي لوبغاړي شاپور ځدران په یوه انځور کي خپل ږیره پرېښي او ډېر جالیبه ښکاري.
د شاپور ځدران ورور غمي ځدران پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه یو انځور خپور کړی، چي پکښي د شاپور ځدران ترڅنګ خپله غمی ځدران او درې ماشومان لیدل کیږي.

پخوانیو وختونو کي د شاپور ځدران غټو وېښتانو ډېری مینوال درلودل او په جلا انداز سره یې چټکه توپ اچونه ترسره کوله.
خو اوس په روژې میاشت کي د هغه ږیره پرېښودل هغه ته جلا انداز او ښکلا ورکړې.
شاپور ځدران د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي له پيله د ملي لوبډلي سره شتون درلود.
د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تېز توپ اچونکی شاپور ځدران هغه لوبغاړی دئ، چي د افغان کرکیټ ملي لوبډلي لپاره یې په لومړۍ نړیواله شل آوریزه لوبه کي لومړۍ ویکیټه اخیستې!
شاپور ځدران په ملي لوبډله کي ۲۰م نمبر لباس په تن کوي.
شاپور ځدارن د ۱۹۸۷م کال د جولای په ۸مه په لوګر ولایت کي زېږېدلی، چي اوس د ۳۲ کالو دئ.
هغه د افغانستان لپاره ۴۳ شل آوریزه او ۳۲ بیا یو ورځنیو لوبي ترسره کړي.
په شل آوریزه لوبو کي یې ۴۳ او په یو ورځنیو لوبو کي یې بیا ۳۲ ویکیټي اخیستي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


وروستي مطالب