اپریل 21, 2021

په دوحه کې د ترکیې د غونډې لپاره څو اړخیز بحثونه روان دي

د راپورونو له مخې دمګړی په دوحه کې د څو هېوادونو د استازو له لوري د ترکیې د راتلونکي کنفرانس پر اجنډا او تیاریو بحثونه روان دي.

راپورونه وايي چې په دغه غونډو کې د ترکیې، امریکا، قطر، افغان حکومت، طالبانو او ملګرو ملتونو استازي حضور لري او دوی هڅه کوي د ترکیې د راتلونکې غونډې لپاره پر اړینو تیاریو او اجنډاوو یوې پایلې ته ورسېږي.

په دوحه کې د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم ځینو غړو هم رسنیو ته تایید کړې چې له تېرو څو ورځو راهیسې په دوحه کې د افغانستان د سولې پر راتلونکې او د ترکیې د غونډې په اړه د یادو هېوادونو ترمنځ بحثونه او خبرې روانې دي.

د ملي مصالحې عالي شورا هم وایي چې دوی د ترکیې غونډې ته د طرحو پر توحید بوخت دي او تمه لري چې دغه غونډه په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو سبب شي.

په ورته وخت کې امریکا غږ انګلیسي برخه په یو راپور کې وایي چې امریکا یوه توافق ته د رسېدو لپاره پر طالبانو او افغان حکومت فشارونه ډېر کړي دي.

راپور زیاته کړې چې د ترکیې کنفرانس د بریا لپاره ټولې هڅې روانې دي او امریکا غواړي چې د خپلو سرتېرو ایستلو ته زمینه برابره کړي.

سرچینه وړاندې زیاتوي چې د یوه توافق د رامنځ ته کېدو په موخه امریکا پر طالبانو او افغان حکومت هم فشارونه ډېر کړي دي.

په راپور کې زیاته شوې چې ولسمشر غني د امریکا د موقت حکومت د طرحې په مقابل کې د تر وخت مخکې ټاکنو طرحه جوړه کړې ده خو لا روښانه نه ده چې د استانبول په غونډه کې به یې پر وړاندې د ګډونوالو دریځ څه وي.

تر دې وړاندې هم رسنیو راپورونه خپاره کړي وو چې امریکا د خپلو سرتېرو د وتلو لپاره زمینه برابروي چې له همدې امله یې پر طالبانو او افغان حکومت فشارونه ډېر کړي څو د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي.

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ