Advertisements
سپورټ کرکټ

په جلال اباد کې د افغانیو د ترویج په موخه د ورزشي خبریالانو ترمنځ د کرکټ سیالۍ ترسره شوې

د جلال اباد ښار په سراج العمارت باغ کې د جمعې په ورځ د افغانیو د بشپړ ترویج په موخه د کابل او ننګرها ورزشي خبریالانو ترمنځ د افغانیو د بشپړ دودولو په مقصد د کرکټ درې سیالۍ ترسره شوې، چې د کابل ورزشي خبریالانو یې اتلولي یوړه.

دا چې د جدي یا مرغومي له لومړۍ نېټې په ننګرهار کې په رسمي ډول د افغانیو د بشپړ ترویج په موخه کمپاین پیل شوی، چې تر اوسه یې پایله مثبته ده او د ولسونو د تاوده هرکلي سره مخ شوی دی.

د افغانیو د ترویج په موخه په ننګرهار کې ډول، ډول هڅې پیل شوي، د پېرودونکو د پلورونکو نږدې څارنه، مجازات، د هټیو بندېدل او نورې برخې یې د کمپاین اړینې لارې چارې دي.

د دې سربېره د ورزش برخه هم د افغانیو د بشپړ ترویج په موخه یوه مثبته لاره چاره بلل شوې او دې برخې ته یې لا انعکاس ورکړی دی.

په همدې پار د جلال اباد ښار اړوند ورزشي خبریالانو هم په خپل مالي لګښت د درې لوبډلو ترمنځ پنځلس اوریزې سیالۍ چمتو شوې وې ترسره شوې.

دې سیالیو کې یوه لوبډله له کابل او دوه لوبډلې له ننګرهار برخوالې وې.

له کابل څخه لسګونه ورزشي خبریالان راغلي وو، دوی د لوبو سره بېره د افغانیو د بشپړ ترویج پروسه یو ملي مسئولیت وباله.

په لوبه کې شاملو خبریالانو وویل چې هر هېوادوال دې برخه کې مسئول دی، چې د افغانیو د دودولو لپاره کار وکړي او راکړه ورکړه په افغانیو ترسره کړي.

دغو خبریالانو د لوبغالو په څنډو کې ځېنې بېنرې لګولې وې، چې د افغانیو د دودولو په موخه پکې ګټور شعارونه لیکل شوي وو.

راځئ چې د افغانیو په دودولو سره د اغیارو شوم اهداف شنډ کړو، افغانۍ زمونږ ملي هویت د هر افغان د زړه اواز او داسې نور هغه څه وو، چې د شعارونو په توګه د سلګونه ننداره کوونکو پر وړاندې په بېنرونو کې راځړول شوي وو.

د افغانیو د ترویج په موخه د ورزشي خبریالانو ترمنځ د کرکټ دا سیالۍ کابل لوبډلې وګټلې.

د دې سیالیو د مراسمو لپاره د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هم راغلی و؛ هغه وویل چې « هر هېواد خپل هویت لري، چې زمونږ هېواد هم د ملي نښو، نښانو او هویتونو درلودونکی دی، دا زمونږ حق دی، چې خپل ملي هویت څرګند کړو او خپل ملي پولي واحد افغانۍ باندې راکړه ورکړه وکړ.

د افغانیو د ترویج پروسه له ننګونو ډکه وه؛ خو د ولسونو پرمټ بریالۍ شوه».

د دې لوبو د تنظیموونکو ورزشي خبریالانو ډلې غړي او ننګرهار میشتي ورزشي خبریال اباسین امرخېل وویل، چې « افغانیو د ترویج په څېر نورو ملي پروسوکې کمپاین او عامه پوهاوي لپاره هلې ځلو ته چمتو یو، د هغه په وېنا له سیالیو یې موخه د افغانیو په اړه عامه پوهاوی و».

له کابل څخه د راغلو ورزشي خبریالانو د ډلې په استازولۍ بیا عمران دانش وغږېد، هغه د لوبو په ارزښت رڼا واچوله هغه یاران ته وویل « دا سیالۍ له دوو لوریو خورا مهمې وې، لومړی د افغانیو د ترویج او دودولو برخه کې دوه یم د خبریالانو ترمنځ د اتفاق، اتحاد، فکري او کولتوري نږدېکتونو سبب کېږي».

دا سیالۍ په داسې حال کې په ننګرهار کې چمتو شوې وې، چې په ننګرهار کې د افغانیو د ترویج لپاره په بشپړ ډول جدي هڅې روانې دي او د ولس له کلک هرکلي سره مخ شوي دي.

اوسمهال په جلال اباد ښار او شاو خوا سیموکې افغانۍ حاکمه شوې او په راکړه ورکړه کې په پراخه کچه افغانۍ کارېږي.

وړاندې په دې برخه کې ستونزه دا وه، چې ننګرهار کې واړه افغاني بانک نوټونه نه موندل کېدل؛ خو اوس ولایتي مسئولین وایي، چې تر ډېره یې دا ستونزه حل کړې او میلیونه افغاني کوچني بانک نوټونه یې په صرافانو او بانکونو وېشلي ترڅو یې مشتریانو ته معاوضه کړي او راکړه ورکړه په افغانۍ شي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی