اپریل 20, 2021

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده.

د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان زړې قونسلګرۍ سره نږدې پر یو رېکشا د نښلېدونکي ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، په دې پېښه کې د صدف په نوم یوه ډاکټره چې په حوزوي روغتون کې یې دنده لرله وژل شوې ده.

بل لورته د ننګرهار روغتیايي مسوولین هم مني چې چاودنه کې د عامې روغتیا اړوند د یوه روغتون ولادي او نسايي برخې ډاکټره وژل شوې.

د یاد روغتون مسوولان زیاتوي چې په دې پېښه کې یو بل ماشوم هم ټپي شوې دی.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

دا پېښه  داسې مهال رامنځته کېږي چې وړمه ورځ هم  د جلال اباد ښار په منځ کې وسله والو کسانو د انعکاس خصوصي تلویزیون درې تنه کارکوونکې ووژلې.

په جلال اباد کې وروستیو نا امنیو او هدفي بریدونو ددغه ولایت په ځایي امنیتي چارواکو هم نیوکې ډېرې کړې دي.

د دغه ولایت مدني فعالین او ولسونه ددې غوښتنه کوي چې حکومت دې ژر تر ژره د خلکو د امنیت د تامین لپاره هڅې ډېرې کړي.

وروستي مطالب