په جلال اباد ښار کې به تر ځمکې لاندې سرکونه جوړ شي

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ویلي، د جلال اباد ښاروالي پلان لري چې په روان مالي کال کې په دغه ښار کې تر ځمکې لاندې یو شمېر سرکونه جوړ کړي.

عطاء الله خوږیاڼي هغه نن په خپله فیسبوک پاڼه په یوه تازه پوسټ کې لیکلي دي، «جلال اباد ښاروالي په روان مالي کال کې جلال اباد ښار کې د ځمکې لاندې د یو شمېر سړکونو جوړولو پلان لري.»

نوموړي په دې هکله نور معلومات نه دي ورکړې چې دغه سرکونه به د ښار په کومو مسیرونو کې جوړېږي او څو کیلومتره اوږدوالی به ولري یا دا چې په څومره وخت کې به بشپړ شي.

د برتانیا د ګارډین ورځپاڼې د ۲۰۱۴ د یوه راپور له مخې، په نړۍ کې لومړنۍ تر ځمکې لاندې لاره چې د اورګاډي لپاره جوړه شوه په ۱۸۶۳ میلادي کال کې په لندن کې پرانستل شوه چې په لومړۍ ورځ ۳۰ زرو کسانو پرې سفر وکړ.

د لندن ځمکتلی یا مېټرو اورګاډی دا وخت ۴۰۲ کیلومتره لاره طی کوي او په ۲۷۰ سټېشنونو یې مسافر ښکته پورته کېږي.

د نړۍ وال معلوماتي سرچینو د معلوماتو په اساس،‌ د ۲۰۱۷ میلادي کال تر پایه پورې، د نړۍ د ۵۶ هېوادونو په ۱۷۸ ښارونو کې نژدې ۱۸۰ مېټرو سیستمونه موجود وو او دغه چاره ورځ تر بلې د پراختیا په لور پرمخ ځي څو د ښارونو اوسېدونکي د ښارونو د ګڼې ګوڼې له ستونزو څخه خلاص شي.

د ننګرهار د والي ویاند په جلال اباد کې د ځمکتلې لارې د جوړولو خبر په داسې حال کې ورکوي چې په جلال اباد ښار کې د بل هر وخت په نسبت اوس ناامنۍ زور اخیستی.

د عطاء الله خوږیاڼي دغې خبرې د ګڼو خلکو غبرګونونه راپارولې دي ځینې دغه چاره تر امکان پورته ګڼي او ځینې نور بیا دا خبره د هیواد د پرمختګ او له ګڼو ستونزو د خلاصون چاره ګڼي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ازاده مبارزه؛ احمدولي هوتک د خپلي راتلونکې سیالۍ په اړه خبر ورکړ

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د افغانستان د ازادي مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک وايي، د روان ۲۰۲۱م کال د راتلونکې مې میاشتې په ۱۴مه نېټه به د اذربایجاني سیال اُرخان وایلیو پر وړاندي ولوبیږي. هوتک پر خپلې ... نور ولولئ