مارچ 7, 2021

په تېرو ۳ لسیزو کې د زیاتو منډو جوړوونکي لوبغاړي.

Advertisements

دا چې کرکټ له کلونو راهیسې کېږي؛ خو په دې وروستیو کې د کرکټ له پرمختګ سره هوښیار لوبغاړي هم تړلي پاتې شوي دي او وخت نا وخت د کرکټ نړۍ ته د لویو وچو څخه داسې لوبغاړي راغلي، چې د کرکټ لوبغالي یې په خپلو لوبو ګرم ساتلي او مینوال یې خوښ کړي دي.
تاسې د کرکټ په نړۍ کې د سچېن ټېنډولکر، ریکي پونټېنګ او ویرات کولي له نومونو سره اشنا یاست.

ټېنډولکر هغه اسیایي هندی لوبغاړی دی، چې په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې یې سل سلیزې وهلي دي او سل سلیزو د پاچا لقب یې ګټلی دی، تر اوسه د کرکټ په نړۍ کې بل داسې لوبغاړی نه دی تېر شوی، چې سل سلیزې یې وهلي وي.
د هندی کرکټ بورډ په دې باور دی، چې د هندۍ لوبډلې اوسنی لوبډلمشر ویرات کولي به د سچېن ټېنډولکر ریکارډ ماتوي، خپله ټېنډولکر هم ویلي دي، چې ویرات کولي به د ده سل سلیزو ریکارډ ماتوي.
اوس ویرات کولي ۶۹ سلیزې وهلي او یواځې ۳۱ سلیزې له ټېنډولکر څخه وروسته دی.
د لسیزو مخکښ منډې جوړوونکي توپ وهونکي
۱ : سچېن ټېنډولکر

سچېن ټېنډولکر په ۱۹۸۹ م کال کې د هند کرکټ ملي لوبډلې سره ملګری شو؛ هغه تر ۲۰۱۳ م کال پورې د هندۍ لوبډلې سره ملګری.
ټېنډولکر له ۱۹۹۰ م کال څخه تر ۲۰۰۰ م کال پورې د لسیزې غوره کرکټر یا توپ وهونکی و.
هغه په دغو لسو کلونو کې ۱۵ سوه ۸۶ څلوریزې وهلې وې او په همدې لسیزه کې یې ۱۳۶ شپږیزې هم وهلې وې.
نوموړي په دغو لسو کلونوکې د ۲۰ زره په شا او خوا کې منډې هم کړې وې.
۲ : ریکي پونټېنګ

ریکي پونېټنګ اسټرالیا کرکټر او لوبډلمشر و، نوموړی په ۱۹۹۵ م کال کې له اسټرالیایي ملي لوبډلې سره ملګری شو.
هغه په دغو لسو کلونو ۲۷ زره او ۴۸۳ منډې کړي دي او له ۲۰۰۰ م کال څخه تر ۲۰۱۲ م کال پورې د لسیزې یو پیاوړی لوبغاړی و.
ده ۲۰۰۸ څلوریزې وهلي دي.
۳ : ویرات کوهلي

له ۲۰۱۰ م کال څخه تر ۲۰۲۰ م کال پورې له ۲۰ زره بره منډې کړي دي، چې په دې لړ کې د لسیزې غوره کرکټر هم پاتې شوی دی.
ده په ټولو لوبو کې ۲۰ او شل څلوریزې وهلي دي.
کرېس ګېل په یوه لسیزه کې په نړیوالو رسمي لوبوکې ۲۴۰ شپږیزې وهلي دي.
روهېټ شرما بیا په یوه لسیزه کې په رسمي نړیوالو لوبو کې ۳۹۷ شپږیزې جوړې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ