مارچ 7, 2021

په تيره لسيزه کي راشدخان په نړيوال ۲۰ اووريز کريکټ کي تر نورو ډيري ويکټي اخيستي.

Advertisements

ليکنه: مدثر دعوت
په تيرو ۱۰ کلونو کي راشدخان تر نورو توپ اچوونکو په نړيوال شل اووريز کريکټ کي ډيري ويکټي اخيستي.
د ګوګلي ماسټر راشدخان په ۲۰۱۵ز کال کي د زيمبابوې په وړاندي د اکتوبر په ۲۶مه نيټه لومړۍ نړيواله شل اووريزه لوبه وکړه.
راشدخان په ډير کم وخت کي نړۍ وپيژندی او په اسانۍ سره په ډيرو پيسو تر تجارتي ليګونو ورسيدی.
راشد تر اوسه په نړيوال ۲۰ اووريز کريکټ کي په ۴۵ لوبو کي ۸۴ ويکټي په ۱۲.۵۲ اوسط او ۰۶.۱۵ ايکانومۍ سره اخيستي.
راشد په نړيوال شل اووريز کريکټ کي دوه ځلي ۵ او درې ځلي ۴ ويکټي اخيستي.
تر ټولو ښه توپ اچوونه يې د ۳ منډو په مقابل کي ۵ ويکټي دي.

په تيره لسيزه کي ورپسې ډيري ويکټي په شل اووريز کريکټ کي لاسيت ملينګا اخيستي.
ملينګا په وروستۍ لسيزه کي ۸۲ ويکټي اخيستي.
۳۶ کلن ملينګا په ۷۹ نړيوالو شل اووريزو لوبو کي ۱۰۶ ويکټي اخيستي.
ملينګا ۲ ځلي ۵، او يو ځل ۴ ويکټي اخيستي.
د ملينګا تر ټولو ښه توپ اچوونه په نړيوال ۲۰ اووريز کريکټ کي د ۶ منډو په مقابل کي ۵ ويکټي دي.

شکيب الحسن هم په تيره لسيزه کي په نړيوالو شل اووريزو لوبو کي د مخکښه توپ اچوونکو څخه دی.
نوموړي په وروستۍ لسيزه کي ۷۹ ويکټي اخيستي،چي تر راشد او ملينګا وروسته دريم مقام لري.
شکيب ۳۲ کلن دی او په ۷۶ نړيوالو شل اووريزو لوبو کي يې ۹۲ ويکټي اخيستي.
نوموړي يوځل ۵ او ۳ ځلي څلور ويکټي اخيستي.

د شکيب الحسن تر ټولو ښه توپ اچوونه په يوه لوبه کي د ۲۰ منډو په ورکولو سره ۵ ويکټي دي.

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ