فبروري 28, 2021

په تيره لسيزه کي تر ټولو ډيري ويکټي اخيستونکي توپ اچوونکي.

ليکنه: مدثر دعوت
د ۲۰۱۰ز کال څخه تر ۲۰۲۰ز کال پوري د کريکټ په نړۍ کي بيلابيل پړاوونه راغله.
پدې لس کلن دور کي د کريکټ په برخه کي د توپ اچوونکو او توپوهونکو شمير ډير وو خو ډير کم کريکټران وه چي پدې لسيزه کي يې خپل حالت عادي او جاري وساتی، ځيني تقاعد سوه خو ځيني بيا د کمزوري کارګردګيو له کبله د لوبډلو څخه ليري وساتل سوه.
ددې ليکني اصلي موضوع داده چي تاسو ته هغه توپ اچوونکي دروپيژنو چي په تيره لسيزه کي يې د کريکټ په ټولو فارمټونو کي ترټولو ډيري ويکټي اخيستي.
۱_ روي چندرن اشوين

روي چندرن اشوين د هندوستان سپينر توپ اچوونکی دی.
اشوين اوس په توپ اچوونه کي کافي تجربه لري او هغه دی چي اوس تقاعد ته هم نيږدې دی.
نوموړي د ۲۰۱۰ز کال څخه تر ۲۰۲۰ز کال پوري تربل هر توپ اچوونکي ډيري ويکټي اخيستي.
اشوين د تيري لسيزي په ۲۲۷ نړيوالو لوبو کي ۵۶۴ ويکټي اخيستي ، همدارنګه ۴۴۰۹.۵ اوورونه يې ترسره کړي ، ۷۰۸ ميډن اوورونه يې کړي، او ۷ ځلي يې ۱۰ او ۲۷ ځلي يې ۵ ويکټي اخيستي دي.
د اشوين تر ټولو ښه توپ اچوونه په تيره لسيزه کي د ۵۹ منډو په مقابل کي ۷ ويکټي دي.
۲_ جيمز انډرسن

په دويم مقام کي تر ټولو ډيري ويکټي انګلينډي جيمز انډرسن اخيستي دي.
انډرسن په تيره لسيزه کي په ۱۸۰ لوبو کي ۵۳۷ ويکټي اخيستي، چي ۱۱۰۲ ميډن اوورونه يې ترسره کړي.
نوموړي ۳ ځلي ۱۰ او ۲۱ ځلي ۵ ويکټي اخيستي.
د انډرسن غوره توپ اچوونه د ۴۲ په مقابل کي ۷ ويکټي دي.
د نوموړي په تيره لسيزه کي ۴۵۵۱.۲ اوورونه ترسره کړي.
۳_ سټوارټ براډ

په دريم مقام کي هغه لوبغاړی چي په روانه لسيزه کي يې ترټولو ډيري ويکټي اخيستي هم انګلينډی دی.
سټوارټ براډ چي د نوم سره يې د کريکټ ټول مينوال اشنا دي.
سټوارټ براډ په ۲۱۳ نړيوالو لوبو کي ۵۳۰ ويکټي اخيستي چي ۹۳۷ ميډن اوورونه يې ترسره کړي.
نوموړي ۲ ځلي ۱۰ او ۱۴ ځلي ۵ ويکټي اخيستي.
سټوارټ براډ په نړيوال کريکټ کي ۴۴۸۱.۴ اوورونه ترسره کړي.
۴_ تيم صودي

نيوزلينډی تيم صودي په نړيوال کريکټ کي خورا مشهور دی.
صودي په نړيوال کريکټ کي يو له هغو توپ اچوونکو څخه دی چي په تيره لسيزه کي يې ډيري ويکټي اخيستي.
نوموړي په ۲۳۸ نړيوالو لوبو کي ۴۷۵ ويکټي اخيستي،چي ۶۲۶ ميډن اوورونه يې ترسره کړي.
صودي په نړيوال کريکټ کي يوځل ۱۰ او ۱۲ ځلي ۵ ويکټي اخيستي.
نوموړي په نړيوال کريکټ کي ۳۶۳۳.۱ اوورونه ترسره کړي.
۵_ ټرينټ بولټ

بولټ هم نيوزلينډی توپ اچوونکی دی،چي پخپلي لوبډلي کي خورا اغيزناک دی.
بولټ په تيره لسيزه کي د ۲۰۱۱ز کال څخه تر ۲۰۲۰ز کال پوري ۱۸۱ نړيوالي لوبي کړي.
نوموړي ۴۵۹ ويکټي اخيستي او ۶۰۸ ميډن اوورونه يې کړيدي.
بولټ يوځل ۱۰ او ۱۳ ځلي ۵ ويکټي اخيستي.
نوموړي په تيره لسيزه کي ۳۳۲۰.۵ اوورونه ترسره کړي دي.