په بنګله دیش د ویسټ انډیز زیری 

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ بنګله دیش ته د ۶ کلن انتظار وروسته د خپلې کرکټ ملي لوبډلې د رسمي سفر په اړه خبرداری ورکړ.

د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې د دواړو ویسټ انډیز او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ټیسټ، درې ۵۰ اوریزه او درې ۲۰ اوریزه سیالیو لړۍ د روان ۲۰۱۸ م کال د نوامبر میاشت څخه د ډیسمبر میاشتې تر ورستیو پورې پلان شوې ده، چې په بنګله دیش کې به ترسره شي.

 له دې وړاندې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۲ م کال په وروستیو کې بنګله دیش ته سفر کړی و، چې د دوه ټیسټ او یوې شل اوریزه سیالیو په لړۍ کې یې بریاوې خپله کړې وې، خو د ۵ یو ورځینیو سیالیو په لړۍ کې یې بنګله دیش ته ۳ د ۲ مقابل کې ماتې وخوړې.

 د پلان له مخې د نوامبر میاشت کې د بنګله دیش د کورني کرکټ غوره لیګ «بي پي ایل» سیالۍ ترسره کیدې، خو په بنګله دیش کې د حکومتي ټاکنو له کبله دغه لیګ سیالۍ د ۲۰۱۹ م کال لمړیو میاشتو ته تغیر شوې.

 د دواړو ویسټ انډیز او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ټیسټ لوبو لړۍ د نوامبر میاشت په ۲۲مه، د درې ۵۰ اوریزه سیالیو لړۍ د ډیسمبر میاشتې په ۹ مه او د درې ۲۰ اوریزه سیالیو لړۍ د همدغه ډیسمبر میاشتې په ۱۷ مه نیټو سره پیل کیږي.

د یادونې وړ ده، چې د کوربه بنګله دیش او میلمه ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د رسمي سیالیو وړاندې یوه دوه ورځینۍ تمریناتي سیالي هم ترسره شي.

 په روانه جولاي میاشت کې اوس دواړه لوبډلې په ویسټ انډیز کې په سیالیو کې بوختې دي، چې پکې بنګله دیش د دوه ټیسټ لوبو وروسته د درې یو ورځینیو سیالیو لړۍ په دویمه لوبه کې هم ماتې خوړلې ده، خو د سیریز ګټلو په موخه وروستۍ دریمه سیالي لا پاتې ده، چې سبا ترسره کیږي.

سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ