په بلاسټ سیالیو کې نوین الحق ۸ وېکټې پوره کړې

 

د وېټلېټي بلاسټ سیالیو په لړ کې تېره شپه په دوو بیلابېلو لوبډلو کې د دوو افغان لوبغاړو لوبې ترسره شوې.

په کېنټ لوبډله کې قیس احمد ولوبېد، هغه په درې اورونو کې ۴۰ منډې ورکړې او د وېکټ په اخیستلو بریالی نشو.

د دوی پر وړاندې سمرسېټ لوبډلې ۲۰۴ منډې وکړې، چې د ټام ابېل ۶۸ منډې پکې شاملې وې.

سمرسېټ لوبډلې کېنټ ته په ۴۷ منډو ماته ورکړه او ټام ابېل د لوبې غوره لوبغاړی شو.

 

د نوین الحق دې لوبه

د شپې په لس بجو د نوین الحق دې اړوند لېسېسټرشایر لوبډلې او یارک شایر ترمنځ لوبه وشوه.

په دې لوبه کې یارک شایر لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې د په شل اورونو کې د جاني بېرسټو د ۸۲ منډو، د ادم لیت د ۵۱ منډو او د ډېوېډ وېلي د ۴۴ منډو په مرسته ۲۴۰ منډې وکړې.

نوین الحق په څلورو اورونو کې ۴۹ منډې ورکړې، جاني بېرسټو او ډېوېډ وېلي یې وسوځول.

لېسېسټرشایر لوبډلې په شل اورونو کې د ۸ وېکټو په لوېدو سره د جاش انګلېس د ۸۲ منډو په مرسته ۲۲۲ منډې وکړې او لوبه ترې یارک شایر په ۱۸ منډو وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی جاني بېرسټو وپېژندل شو.

نوین الحق په دې لیګ کې ټولې څلور لوبې کړي او ۸ وېکټې یې ترلاسه کړي دي.

نن شپه اته نیمې بجې د قیس احمد دې اړوند لوبډله کېنټ د ګلامورګن پر وړاندې او د نوین الحق دې اړوند لوبډله لېسېسټرشایر د شپې لس بجې او ۱۵ دقیقې د واروېک شایر پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

دا لیګ د جون په نهمه پیل شوی او د سپټمبر په ۱۸ مه پای ته رسېږي.

په دې لیګ کې راشدخان او مجیب الرحمن هم اخیستل شوي دي، مجیب الرحمن د ویزې د ستونزې له امله پر وخت نه دی رسیدلی او د مېډل سېکس لوبډله ورته د ورتګ لارې څاري او راشدخان به له پي اېس اېل لوبو وروسته انګلستان ته ولاړ شي او له سسېکس لوبډلې سره به مل شي.

 

وروستي مطالب