په بلاسټ سیالیو کې د افغان لوبغاړو د تېري شپې کارګردګي

په بلاسټ سیالیو کې مجیب الرحمن او نوین الحق څلور وېکټې واخیستې

د انګلستان وېټلېټي بلاسټ شل اوریزې کرکټ لوبې چې د جون په ۹ مه د ۱۸ لوبډلو په ګډون پیل شوي دي، پکې څلور افغان لوبغاړي هم لوبېدلي او راشدخان به هم ډېر ژر ولوبېږي.

تېره شپه په درېیوو لوبو کې درې افغان لوبغاړي ولوبېدل.

مجیب الرحمن د مېډل سېکس لوبډلې په ګټه، نوین الحق د لېسټرشایر لوبډلې په ګټه او قیس احمد د کېنټ لوبډلې په ملاتړ ولوبېد.

مجیب الرحمن د مېډل سېکس لوبډلې لپاره د سمرسېټ لوبډلې دوه وېکټې وغورځولې او ۴۹ منډې یې ورکړې.

دا لوبه سمرسېټ لوبډلې په ۵ منډو وګټله.

ورپسې لوبه کې نوین الحق یو ځل بیا خورا زبردسته توپ اچونه وکړه، هغه په ۲ اورونو کې ۱۴ منډې ورکړې او د دورهم لوبډلې دوه لوبغاړي یې وسوځول.

دا لوبه د نوین الحق دې لوبډلې لېسټرشایر په ۸ وېکټو وګټله.

بل پلو قیس احمد د کېنټ لوبډلې په ګټه ولوبېد؛ خو د وېکټې په اخیستلو بریالی نشو، هغه د سُري لوبډلې خلاف په ۴ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې.

په دې لوبو کې اوس شپږ ورځې وقفه ده او له دې وروسته به د جولای په ۹ مه یو ځل بیا د مجیب الرحمن، د محمدنبي دې، قیس احمد او راشدخان دې په لوبو پیل شي.

نوین الحق لا هم مخکښ وېکټ اخیستونکی په بلاسټ لوبو کې نوین الحق په ۱۲ لوبو کې د ۱۹ وېکټې ترلاسه کړي او تر ټولو بالرانو مخکې دی.

ورپسې کارلوس برېتوېټ دی، هغه ۱۸ وېکټې اخیستي، سام کوک ۱۵ وېکټې اخیستي او پارکېنسن هم ۱۵ وېکټې ترلاسه کړي دي.

نوین الحق په ۸ اعشاریه ۸۵ ایکانومي توپ اچونه کړې ده.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ