په بامیان کې د يوې مېرمنې نوښت

په بامیانو کې يوې نوښتګرې مېرمنې د «شمامه» په نامه یو داسې پارک جوړ کړی چې شنه فضا، رسټورانټ، میلمه‌خونې او د ناستې او بنډار ځايونه لري.

يادې مېرمنې د دغه پارک په جوړونه کې ۶ میلیونه افغانۍ لګولې دي. دا «بختاور مهدوي» نومېږي او د څلورو ماشومانو مور ده، نوموړې غواړي چې د سوداګرۍ پر بنسټ د خپل هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي او د نورو لپاره د غوره راتلونکي زیری ورکړي.

مېرمن مهدوي په خپلې يوې مرکې کې وویل: زه غواړم، نه يوازې خپلو ماشومانو ته بلکې ټولو هېوادوالو ته له دې لارې خدمت وکړم. هیله لرم چې ماشومان مې په راتلونکي کې د ټولنې خدمت وکړي، خپل ژوند جوړ کړي او د هېوادوالو لپاره د‌ خدمت جوګه شي.

نوموړې چې دغه پارک د خپل خاوند او نورو خپلو خپلوانو په مالي مرسته جوړ کړی دی وايي: کابو شل کاله مې د مهاجرت تریخ خوند څکلی دی او اوس غواړم چې په هېواد کې د کار کولو په واسطه خپل ځان او خپلې کورنۍ ته د هېواد دننه ښه او هوسا ژوند جوړ کړم.

اوس مهال په دغه پارک کې تر لسو تنو زيات کسان چې ډېری یې ښځې دي، کار کوي.

شمامه پارک د باميانو د لرغوني بودا د لويديځ په څلور کيلو ميټرۍ کې موقعيت لري دغه پارک د دې ترڅنګ چې شین چاپيريال لري او ډېر ښکلی جوړ شوی دی، رسټورانټ او د میلمنو لپاره ځانګړې خونې هم لري.

دا پارک د میلمنو لپاره بېلابېل خدمتونه وړاندې کوي او د دغه پارک مسوول وايي چې هره ورځ کابو ۲۰۰ تنه دغه پارک ته د تفريح لپاره راځي.

په بامیان ولایت کې ښځې په بېلابېلو کاري برخو لکه اقتصادي او ټولنیزو برخو کې فعاليت لري او همدارنګه بامیانۍ مېرمنې د زراعت، هنر او فرهنګ په برخه کې هم پراخه ونډه لري.

مېرمن بختاور چې د دغه پارک بنسټ اېښودونکې ده، هیله لري چې په دې وتوانېږي چې کارونه يې د ښځو د اقتصادي پياوړتياوو په برخه کې پرمختګ وکړي، تر څو هغوی هم په اقتصادي برخه کې د هېواد په وده او پرمختګ کې ونډه واخلي.

وروستي مطالب