سینما او موسیقي

په باليووډ سینما کې د سلمان خان ۳۰ کلن مزل.

ليکنه: ابوبکر عليزی

د هندي فلم ستوری سلمان خان په بالیوډ یا هندي سینما کي ۳۰ کاله پوره شول، نوموړی له درې لسیزو راهیسې په فلمونو کې کار کوي.

۱۹۸۸ز کال کې د (بیوی هو تو ایسې) له فلم څخه د فلمي کیریر د شروع کولو والا فلمي ستوري سلمان خان ۳۰ کاله پوره شوه.

په همدې تړاو سلمان خان د هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د خپلو مینوالو زیات شکرګذار دی هغوی چې تر اوسه ورته دومره مینه ورکړې او تر څنګ یې پاته شوي دي.

زیاته کړې یې ده چې د یوه فلمي لوبغاړي لپاره مهم د هغه فلمي سفر وي او په خبره یې فلمي سفر یې حیرانوونکی دی.

سلمان خان زیاتوي چې په خپل سفر کې يې ډېر زیات څه ولیدل او ډېر کامیابو خلکو سره يې لیده کاته وشوه.

زیاته کړې یې ده چې تل یې مینوالو حوصله ور زیاته کړې او همدغه خلک يې د بریالیتوب لامل دي.

سلمان خان په ۱۹۸۹ز کال کې په فلم (مي نې پيار کیا) کې د لومړي ځل لپاره مرکزي رول ولوبوه.

نوموړي په فلمي کریئر کې هر ډول فلمونو کې کار کړی چې په کې خندوونکې، اکشن او عشقي یا رومنټیک فلمونو شامل دي.

د سلمان خان په خندونکو فلمونو کې انداز اپنا اپنا، مجـ سې شادي کرو ګې، می ني پیار کیو کیا؟ پاټنر، نو انټري او ځیني نور شامل دي.

د نوموړي مشهور جنګي یا اکشن فلمونو کې دبنګ، ایک تها ټائیګر، کیک، ټائیګر زنده هي او ځینې نور شامل دي.

له دې غیر سلمان په یو شمېر نورو کامیابو فلمونو کې لکه، بجرنګي بای جان، سلطان، پهر ملي ګې، ټیوب لائيټ، بهارت او داسې نورو کې کار کړی.

د یادولو ده چې سلمان خان روان میاشت ۲۷ د ډسمبر باندې خپل ۵۴ کلنه کلیزه هم ولمانځله او همدارنګه یې نوی فلم (دبنګ۳) هم پر سینما ګانو نندارې ته وړاندې شو.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی