
ليکنه: مدثر دعوت
افغان کريکټ لوبډلي په ايمرجينګ کپ سياليو کي عمان ته په ۹ ويکټو ماته ورکړه.
د لوبي پچه افغان ايمرجينګ لوبډلي وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه.
عمان لوبډلي د ۴۴ اوورونو په لوبولو سره ۱۵۳ منډي وکړې.
د عمان لپاره جتيندرسينګ ۷۲، محمدسانوت ۱۷ او نسیم خوشي ۱۹ منډي وکړې.
د افغانستان لپاره په توپ اچوونه کي طارق ستانکزي ۴، عبدالواسع ۲ همدارنګه نجات مسعود او عظمت الله عمرزي يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د ۱۵۴ منډو هدف په تعقيب افغان لوبډلي په زړه پوري پيل وکړ.
عبدالمالک ۹۱ ،شاهدالله ۳۴، او بهیرشاه ۲۴ منډي وکړې.
افغانستان هدف ته په ۳۴م اوور کي ځان ورسوی.
د عمان لپاره عاقب الياس يوه ويکټه ترلاسه کړه.
افغان لوبډلي په ۹ ويکټو عمان لوبډلي ته ماته ورکړه پداسي حال کي چي ۱۱۵ توپونه هم پاته سوه.
د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه طارق ستانکزي ته ورکول سوه.
افغان لوبډلي خپله لومړنۍ لوبه پاکستان ته بايلوله،دريمه لوبه يې د دوشنبې په ورځ د سريلانکا په وړاندي ده.