په اوړي کې ولې شوله/ غټو وریژې خوړل تاوان لري؟

ژباړه

د خوړو متخصصينو ويلي، په ګرمۍ کې بايد شوله ونه خوړل شي، ځکه د روغتيا لپاره تاوان لري.

د اسپوتنيک په حواله، په توده هوا کې، د شولې ټول ډولونه د روغتيا لپاره مناسب نه دي.

نوريا ديوانا، د خوړو متخصصې وويل، چې ټولې غلې دانې او شوله تر هغو چې سړه شوي نه وي، بايد ونه خوړل شي.

نوريا ديانوا، د مرکې په لړ کې له ټولو لومړى سپارښتنه وکړه، چې د شولې څخه بايد په سهارنۍ کې ډډه وشي. د خوړو متخصصه وايي، چې په مرکزي روسيه کې تودوخه په ٣٠ درجو کې پاتې کېږي. په داسې حال کې بايد خپل رژيم ته تغيير ورکړٸ.

نوموړې زياته کړه:

“تر ټولو مهمه دا ده، چې شوله ونه خوړل شي. په چټکۍ جذبېږي او په همدې خاطر، فرد په چټکۍ غواړي بيا ځلي خواړه وخوري. په توده هوا کې داسې خاصې شېبې شته، چې ممکن وغواړي بيا ډوډۍ وخوري، خو خواړه به مناسب نه وي.

د خوړو دې متخصصې وړاندې وويل، چې همدارنګه، د ګرمۍ له پاى وړاندې، غوره ده چې د شيدو سره د غلاتو له خوړلو ډډه وکړو، ځکه د مسموميت خطر یې زيات دى.
په اوړي کې، که چېرې شوله په اوبو کې پخه کړٸ، بايد مېوه او توت هم ور اضافه کړئ. اوس يې موسم دى، نو وچې مېوې ته اړتيا ده. غوره ده طبيعي خواږه تر لاسه کړو.

وروستي مطالب