په افغانستان کې د افغاني جامو دود څه ډول دی؟

په افغانستان ګې د نورو جامو په پرتله افغاني ګنډ خاص دود لري. بيلا بېلو مراسمو کې لکه: واده، کوژده، تخت جمعي،پايوازي، اوسياسي مراسمو کې یې سياست والې اغوندي.
د واده دنکريزو شپه د ناوې او شاه لپاره له افغاني ګنډ پرته نامکمل دی.
افغاني جامې ځانګړی اهميت و ارزښت په درلودلو سره ډیر مینه وال لري.چې بهر هېوادونو کې مېشت افغانان يې له افغانستان څخه له ځانه سره وړي.

افغانستان ته له بهر هېوادونو څخه ښځینه او نارینه جامې را وړل کيږي او په لوړه بیه پلورل کېږي. د دې ګرانبیه بهرنیو جامو تر څنګ افغاني جامې هم په لوړه بیه پلورل کېږي، چې بیه او ښکلا یې تر بهرنیو هغو ډېره ده.

که څه هم افغاني ځانګړې جامې ډېر وزن لري او یوازې په ځانګړو مراسمو او د خوښیو په ورځو کې اغوستل کېږي، خو بیا یې هم د پلور بازار یې ښه ګرم دی.

په هغو بهرنیو هېوادونو کې چې افغانان اوسېږي د ښځینه او نارینه افغاني جامې په کلتوري مېلو کې اغوستل کېږي او ډېر شهرت لري.

په افغانستان او نړۍ کې افغاني جامې په ځانګړو مراسمو او ملي ورځو کې پېغلې نجونې، ځوانان او سیاستوال اغوندي.

افغاني ګند بېلابېل رنګونه لري چې په پاوليو، وړو هندارو، د سپينو زرو په روپیو چې مشهدۍ ورته وايي په زر تارو، چرمو او ورېښمينو تارونو جوړېږي او لمن یې هم کابو شپږ متره وي.

ګل محمد په نو م یو دوکانداره چې مبارک بازار کې د افغاني ګنډ جامو دوکان لری وایې افغانان نن سبا کلاسیکې جامې خوښوي، خو داسې کسان هم شته چې مډرن ژوند کوي او غواړي چې مډرنې جامې استفاده کړي. هغه جامې چې ښکلې څرګندونې وي او د هغه شخصیت معرفي کوي.»

مونږ کوشش کوو چې خپل افغاني ګنډي خلکو ته مخکې کړو ځکه دغه مونږ زمونږ د وطن یو نوم دی موږ افغاني ګنډ هم ګنډو چې له بهیره هم ډېر فرمایش اخلو او هغه فرمایشونه هغوی ته چمتو کوو او استوو
دلته له هر یو هیواد څخه جامي راځې مونږ سره تقریبآ د لسو هیوادونو جامې شته خو د افغاني ګنډي ځانته یو نوم لري محمد ګل وايې چې افغاني جامې د افغاني ګنډ تر څنګ نور نومونه هم لري لکه ليلې، مجنون، مژده، کوچياني…

افغاني جامې تر ډېره بریده په ودونو کې د نګریزو په شپه ناوې ګانو ته ور اغوستل کېږي او د کلي پېغلې نجونې هم له ناوې سره یو ډول افغاني جامې اغوندې او اتڼونه کوي.

له دغو جامو سره ځانګړي ګاڼې کارول کېږي، لکه سپينو زرو لوی امېل، لښتۍ، ټيکه، پېزوان، بنګړي او ځانګړې پڼې هم لري چې د دغو جامو ښکلا نوره هم څو چنده کوي.

د کابل ښار د کوټه سنګي اوسېدونکې نظيفه وايي، چې دغه جامې یې ځکه ډېرې خوښېږي چې د افغانستان ملي جامې دي او افغانی تاریخ لري.

او په محفلونو کې دنورو جامو په پرتله ډېرې ښکلې ښکاري
او د نکريزو په شپه موږ له همدې جامو څخه استفاده کوو چې دنيږدې خپلوانو په ودونو کې موږ جينکۍ يو ډول جامې اغوندو او په کې د نکريزو دود لمانځو.

یوه جوړه افغاني ګنډ جامې آن تر ۲۰۰۰۰ افغانیو پلورل کېږي. که څه هم د دغو جامو بیه ډېره لوړه ده خو بیا یې هم مینه وال ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي.