په افغانستان کې بشري ناورین له کنټروله وتونکی دی

په افغانستان کې بشري ناورین له کنټروله وتونکی دی.

د لوږې پر وړاندې د مبارزې د یوه نړیوال بنسټ مسوولینو له کابل له ان پي ار راډیو سره په خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او د نړیوالو لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده.

سرچینه وړاندې لیکي چې ورو ورو په افغانستان کې بشري ناورین له کنټروله وتونکی دی او تر راتلونکي پسرلي د هېڅ ډول پرمختګ خبر نشته دی.

د سرچینه په خبره د پسرلي په راتګ سره ښایي زرګونه افغانانو د خوړو او کار پیدا کولو په موخه له افغانستان ووځي او دا به په سیمه کې د کډوالۍ یو بل ناورین رامنځ ته کړي.

له لوږې سره د مبارزې دا بنسټ وایي دوی هره ورځ د افغانستان کلو او بانډو ته ځي او په دې باور دي چې د دغه هېواد ۹۰ سلنه وګړي له لوږي او بېوزلۍ سره مخ دي.

په ورته وخت کې د ټروټ په نامه یوې امریکايي نشریې په خپله یوه مقاله کې ویلي چې د امریکا بندیزونو او میلیاردونو ډالرو کنګل کېدلو د افغانستان عام وګړي زیانمن کړي دي.

سرچینه وایي چې همدا اوس په افغانستان کې کاروبار نشته دی، روغتونونه له سقوط سره مخ دي، ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي او زرګونه کسان هڅه کوي له دغه هېواد ووځي.

په راپور کې راځي له همدې امله دا ویلی شو چې د امریکا بندیزونه به په افغانستان کې بشري ناورین پراخ کړي او په دغه هېواد کې به د زرګونه کسانو د مړینې او له مرګ سره د مخ کېدو سبب شي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله