سپورټ نړیوال کرکټ

پنځه هغه کريکټران چې خپلوانو سره یې ودونه کړي دي.

ليکنه: سميع الله درانی

دې لیکنه کې د پنځه هغو لوبغاړو په اړه معلومات درکوو، چې له هغو انجونو سره یې ودونه کړي، چې له مخکې یې خپلوانې وې.

شاهد افریدي او واده یې:

شاهد افریدي چې د کرکټ په نړۍ کې یوه وتلې پښتنه څېره ده، دی د ۱۵۷ متره شپږیزې ریکارډ لري او تر کرېس ګېل وروسته په شپږیزو کې دوهم نمبر دی.

افریدي د خپلې ترور لور نادیه افریدۍ سره شا او خوا ۲۰۰۰ م کال کې واده وکړ، افریدی اوس څلور لوڼې یا لورګانې لري، اقصی، انشا، عجوه او اسمارا نومېږي.

وېرېنډر سېواګ

سېواګ چې تر ۲۰۱۱ م کال پورې د هندۍ لوبډلې پیاوړی اوپنر لوبغاړی و، د مینوالو زړونوکې یې پراخ ځای موندلی و، ده د نارینه مینوالو ترڅنګ ښځينه مینوالې هم درلودلې.

سېواګ د هندوستان د کرکټ په کتاب کې ځانګړې پاڼه ده او نه هېرېدونکی نوم دی.

د ده مېرمن ارتیا اهلاوات هغه انجلۍ وه، چې له سېواګ سره یې مینه وه.

د کرېک ټرکر وېب پاڼه وایي د دوی د مینې داستان له ۷ کلنۍ پېل شوی دی، کله چې دوی لږ څه ستر شول؛ نو خپلې کورنۍ یې د اوږده وخت لپاره تشویق کړې، ترڅو د دوی واده وکړي، اهلاوات هم د سېواګ د خاله لور ده.

پنځلس کاله کېږي دواړو واده کړی دی.

سید انور

سید انور پاکستانی کیڼ لاسی اوپنر توپ وهونکی و، ده په ۲۰۰۳ م کال کې د زِمبابوې خلاف وروستۍ یو ورځنۍ لوبه وکړه.

ده د هندوستان په چینای ښار کې په هندوستان باندې ۱۹۴ لوړې منډې کړي دي او دا د پاکستاني لوبغاړي یو ریکارډ دی، چې په هند یې لري.

ده د خپلې ترور لور لوبنا سره واده کړی دی.

لوبنا چې اوس د سید انور مېرمن ده، یوه مسلکي ډاکټره ده او دواړو ۱۹۹۶ م کال کې واده کړی دی.

مصطفيض الرحمن

بنګله دیشی بالر دی، چې په کیڼ لاس چټکه توپ اچونه کوي، دی په ۲۰۱۵ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د بنګله دېش لپاره خورا ښه بالر و او په ۲۰۱۹ نړیوال جام کې هم ښه بالر تمام شو، د ده په راتګ سره د بنګله دېشۍ لوبډلې د توپ اچونې برخه پیاوړې شوه.

د کرېک ټرکر وېب پاڼه لیکي، د مستفض الرحمن مېرمن سامعه پروین نومېږي.

د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام څخه وروسته، ده د خپلې خاله لور سامعه پروین سره واده وکړ او په ګډه خوږ ژوند تېروي.

د مستفض الرحمن مېرمن د ډاکې پوهنتون د روان پوهنې یا سایکالوژۍ برخې محصله ده.

مصدق حُسېن

بنګله دېشی الراونډر دی، چې سپېن بالېنګ کوي، دی د بنګله دېش لپاره په منځنۍ برخه کې توپ اچونه او توپ وهنه کوي.

مصدق حسېن په ۲۰۱۲ م کال کې کله چې دی ۱۶ کلن و؛ نو د خپلې عمه لور شارمین سمیرا سره یې واده وکړ.

د کرېک ټرېکر وېب پاڼې په حواله، دی په دې انجلۍ سخت مین و او له کورنۍ څخه یې غوښتنه وه، چې نکاح یې ورسره وکړي.

کله، کله به د دیدن له وجهې له لوبو هم پاتې کېده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی