سپورټ نړیوال کرکټ

پنځه هغه لوبغاړي، چې BBL کې تر لوبېدو وروسته به يې IPL هم ولوبوي.

سمیع الله درانی

د کرېک ټرکر وېب پاڼې د دوو افغان لوبغاړو په ګډون پنځه داسې لوبغاړي رااخېستي، چې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ م کال اسټرالیایي بېګ بېش لیګ به هم لوبوي او د دې سربېره به په آې پي ایل لیګ کې هم د پلور ښه بازار ولري.

کرېک ټرکر وېب پاڼې د دوو افغان لوبغاړو ظاهرخان پکتین او قېس احمد یادونه کړې ده.

د بېګ باش لیګ بولي د ۲۰۱۹ م کال د ډېسمبر په ۱۷ مه نېټه په اسټرالیا کې کېږي، چې نږدې دوه میاشتې وخت ورته پاتې دی.

د آې پي ایل بولي بیا د ۲۰۱۹ م کال د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه د بېګ باش لیګ له بولي دوه ورځې وروسته کېږي.

ظاهر خان د ۲۰۱۸ م کال آې پي ایل بولي کې واخېستل شو؛ خو ټپي کېدو یې هغه پرېنښود، چې راجستان رویال لوبډله کې ولوبېږي.

ظاهرخان د بنګله دېش خلاف ټېسټ لوبه کې یو څه ښه وځلېد، درې وېکټې یې واخېستې.

مجیب الرحمن او ظاهرخان لا له وړاندې بېګ باش لیګ کې د برېسبېن هیټ لوبډلې له خوا پېرل شوي دي.

محمدنبي عیسی خېل له مېلبورن رېنېګېډز، راشدخان له اډیلایډ سټرایکرز او قېس احمد له هوبرټ هرېکېنز لوبډلې سره لوبېږي.

پنځه افغان لوبغاړي به د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ م کال اسټرالیایي ستر لیګ کې برخوال وي.

بل پلو قېس احمد بیا لېګ برېک بالر دی او د لوبغاړو په منځ کې خورا اغېزناک هم دی، هغه په شپږیزه لیګ کې له ګلبدین نایب سره په بُست ساتونکو لوبډله کې ولوبېد او خورا ښه تمام شو.

د دې ترڅنګ قېس احمد په بېګ باش لیګ کې تېر کال له هوبرټ هرېکېنز لوبډلې سره، په سي پي ایل لیګ کې له امازون لوبډلې او همدرانګه، بي پي ایل او ټي ټین لیګونو کې هم لوبېدلی دی.

قېس احمد په ۳۵ شل اوریزو لوبو کې ۴۴ وېکټې اخېستي او شپږ کم اووه یې ایکانومي ده.

کرېک ټرېکر وېب پاڼې ویلي، چې د قېس احمد او ظاهر خان ترڅنګ به د انګلستاني ټام بېنټن د اخېستلو بازار هم تود وي، هغه هم برېسبېن هیټ لوبډلې پېرلی.

ټام بېنټن د انګلستان بلاسټ سیالیو تېر پړاو کې ۴۸۷ منډې وکړې، چې په ۵۱ توپونو یې سلیزه وهل په زړه پورې وه.

د بېنټن لپاره ښه موقع ده، چې بي بي ایل کې ځان وځلوي او په آې پي ایل کې اخېستلو لپاره ځانته دراوزه پرانیزي.

څلورم لوبغاړی انګلستانی ټام کورن دی، چې بېګ بېش لیګ کې تر لوبېدو وروسته به آې پي ایل کې هم په دلچسپۍ سره اخېستل کېږي، د ده بل کوچنی ورور سام کورن ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل کې پنجاب لوبډلې سره ولوبېد او ډېرې زړه پورې لوبې یې نندارې ته وړاندې کړې.

ټام کورن ۲۰۱۸ م کال آې پي ایل کې له کلکته نایټ رایډرز لوبډلې سره ولوبېد.

ده ۹۳ شل اوریزو لوبو کې ۱۱۳ وېکټې اخېستي دي او د شل اوریزو لوبو ایکانومي یې اته نیم ده.

پنځم لوبغاړی بیا انګلستانی الېکس هېلس دی، هغه د انګلستان ټاپ ارډر یا اوپنر توپ وهونکی دی او د نړۍ په کچه یو له خطرناکو لوبغاړو دی.

ده په ۲۲۸ شل اوریزو لوبو کې ۶۱۷۴ منډې کړي او یوه لوبه کې یې ۱۱۶ ناسوځېدلې ریکارډي منډې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی