پنځه هغه عادتونه چې ستاسو د شخصیت پټ راز څرګندوي

ژباړه: حماد هلال

جالبه ده چې پوه شئ، د خوړو خوراک طریقه ستاسو د شخصیت څرګندوونکې ده او ستاسو داخلي رازونه راسپړي.

هغه عادتونه چې زموږ د شخصیت څرګندوونکي دي

موږ نشو کولای په ظاهري او باطني چلند دیو شخص شخصیت تعریف کړو، عادتونه په کُلي ډول ځان ښايي، نو په دې اساس ویلو شو، چې زموږ د عادتونو ټولګه زموږ شخصیت بشپړوي، حتی کوچني عادتونه کولی شي ستاسو لید بدل کړي. دا څرګندونې ښیې چې تاسو کولی شئ خپل عادتونه بدل کړئ.نو بیا لاس په کار شئ،  د څېړوونکو څېړنې ښايي چې ستاسو عادتونو ستاسو د شخصیت بیانوونکي دي.

 هغه عادتونه چې ستاسو د شخصیت راز څرګندوي

موږ کولای شو، ښه عادتونه د هغه څه په عنوان چې زموږ د بدن او روح روغتیا ته ښه دي په نظر کې ونیسو، هغه خلک چې ډېری مثبت عادتونه ولري، په ځان د لوړې سطحې نظم او کنټرول لري، یا په بل عبارت د منطقي برخو ( سمو کړنو)  نه ترسره کول، کولای شي، زموږ د مغز لوری بدو عادتونو طرف ته کش کړي، نو بیا باید پوره هڅه وکړو، ترڅو ښه او مثبت عادتونه په ځان کې وروزو.

د شخصیت جالبه پېژندنه د ۵ عادتونو له مخې:

۱ – د  پلي تللو سبک او شخصیت پېژندنه:

د بدني ژبې متخصص پتي وود وايي: (کولای شو، د یو شخص پلي تللو موډل څخه د هغه داخلي شخصیت ته لار پیداکړو.)

د بېلګې په توګه، هغه خلک چې خپله سینه مخ ته وړي، او سر پورته نیسي، په ځان د لوړ باور لرونکې دي، یا هغه خلک چې د تللو په وخت کې خپل وزن مخ ته وړي او مستقیم مخ ته ځي، دوی هوښیار او لوړ فکر لرونکي دي ( په داسې حال کې، چې امکان لري خلکو ته  دا چلند سوړ او د منلو وړ نه وي).

هغه خلک چې د پلي تللو په وخت کې سر ټيت نیسي، خجالت کېدوونکې( شرمېدونکي) او درونګرا خلک دي. هغه خلک چې د مزل په خت کې هرڅه د نظر لاندې ساتي او سکین کوي، دا ده ښه تبیت او ټولنیز خلک دي.

 

۲ – د ایمیل سبک له لارې د شخصیت پېژندل:

د ځینو ارواپوهانو په وینا، د ایمیل لیږل کولای شي، څو برخې ستاسو په شخصیت کې څرګندې کړي، د بېلګې په توګه، د ګرامر او نورو برخو کې  عدم تېروتنه، وجدان ته میلان، کمال ته رسیدل او د وسوسو احتمال څرګندوي.

اوږده ایمیلونه د ډېر انرژي لرلو څرګندوونکې دي، همدارنګه امکان لري د هغوی اړمن شخصیت هم څرګند کړي، ځینې ​​یې سپک الفاظ کاروي، چې د دوی شوخ تیت څرګندوي…

۳ – وخت پېژندنه ستاسو د شخصیت څرګندونه کوي

ایا تراوسه داسې شوي، چې کاري لیدنې ته د ناوخته رسیدو له امله  هغه لغوه کړئ؟ یا د تېزې تېزې ساه اخیستلو سره هغه پيل کړئ؟.

که د ناوخته کېدو عادت لرئ، نو نورو ته د باور وړ نه یاست. په داسې وخت کې ممکن هغه خلک چې ځان په وخت رسوي خپل مرال له لاسه ورکړي. په پایله کې هغه خلک چې ځان په خپل وخت رسوي ( نه وخت او نه ناوخته) دا ده برابرښت، وجدان او په ځان باور ځانګړنې لري.

۴ – د خوړو خوړلو سبک

په لس انجلس کې د چلند متخصص ژولیت او د خوړو څېړوونکې شرکت بنسټ ایښودوونکی ادعا کوي، چې د خوړ خوراک د شخصیت ځانګړونو سره اړیکه لري.

ژولیت وايي: د خوړو خوراک عادتونه په حقیقت کې کولای شي، د شخصیت اړخونه او انفرادي میلان څرګند کړي، هغه خلک چې ورو ډوډۍ خوري، معمولاً هغه کسان دي، چې غواړي په هرڅه باندې کنټرول ولري، په ورته وخت کې ، دا د دوی باور او ځواک څرګندوي. هغه خلک چې زر زر ډوډۍ خوري او غټ غټ کپونه (مړۍ) اخلي، داسې خلک سترې تمې لري، هدفمند دي، خو بې حوصلې، هغه اضافه کوي:« هغه سرعت چې ډوډۍ پکې خورئ، هغه سرعت دی، چې په ژوند کې لرئ او خوند ترې اخلئ». هغه خلک چې په خوړو کې ګوتې وهي، د دې څرګندونکې دی، چې په ماشومتوب کې دوی نا متوازن وو.  هغه خلک چې د نوو خواړو څخه د ګټې اخیستنې میلان ونلري، د اضطراب، ځورېدنې او حساس اوسیدو ځانګړنې لري.

د لاسلیک له مخې د شخصیت پېژندنه:

ګرافولوژي، د لاسلیکونو د فزیکي ځانګړنو تحلیل، تجزیه او د لاسلیکونو الګو ده. ځیني ارواپوهان باور لري، چې دا تجزیه او تحلیل د شخصیت یوه معتبره اندازه ګيري وړاندې کوي.

هغوی ادعا کوي، چې د یو شخص لیکنه کولای شي، تر ۵۰۰۰ ځانګړنو ښکاره کړي.

دلته فقط یو څو دانې راوړل شوي:

د تورو اندازه: غټ حروف لیکل په دې مانا دي، چې تاسو غواړئ هرڅه احساس کړئ او وپوهېږئ.

واړه توري: ستاسو د ممترکز اوسیدو او داخلي شخصیت ښودونکې دي.

د متونونو او تورو نښلول: که ستاسو لیکونه او متنونه یو بل سره نښلیدلي اوسي، تاسو یو منطقي او په پرېکړو کې محتاطه نه شخص یاست.

مګر هغه لیکونه چې سره تړلي نه وي او ډیر لرې وي یو هوښیار او ارادي طبیعت ښايي.

 

 

 

وروستي مطالب