پنټاګون: موږ وځو، د افغانستان ساتنه د افغان ځواکونو مسوولیت دی

پنټاګون یو ځل بیا له افغان حکومت څخه په نوې بڼه پر ملاتړ ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی د افغان ځواکونو د ظرفیت لوړولو لپاره ډېر وخت لګولی دی او اوس د همدې ځواکونو دنده چې له افغان خاورې او خپلو خلکو دفاع وکړي.

د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي، امریکا غواړي دا پیغام افغانانو ته ورسوي چې امریکا به په نوې بڼه له افغان حکومت او خلکو سره خپلو اړیکو او همکاریو ته دوام ورکړي او دا اړیکه به د تېرو شلو کلونو په پرتله توپیر ولري.

هغه دغه راز ویلي چې دوی به په لوجستیکي، مالي او د هوایي ځواکونو د تمویل او تجهیز په برخه کې له افغان دولت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي خو نور به یې په دغه هېواد کې ځمکنی ماموریت پای ته ورسېږي.

په ورته وخت کې د ملي دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي ویلي چې د جګړې شدت د درک وړ دی خو ټینګار کوي چې دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان له یوه پېچلي پوځي پړاو څخه تېرېږي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د نوموړي له قوله زیاته کړې، افغانستان په یو حساس او برخلیک ټاکونکي نظامي پړاو کې قرار لري خو ډاډ ورکوي چې افغان ملي اردو، ملي پولیس، د ملي امنیت ځواکونه او د خلکو پاڅونونه په ټول قوت او شته امکاناتو سره په هر ډول شرایطو کې له افغانستان او افغانانو څخه په کلکه دفاع کوي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه خپل اوج ته رسېدلې او په ترڅ کې یې طالبانو تر سلو د ډېرو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده.

وروستي مطالب