پنټاګون: د افغانستان الوتکې بېرته نه ورکوو

پنټاګون وايي د افغانستان شمالي ګاونډیو ته د افغان پوځ وړل شوې الوتکې نوي حکومت ته نه ورکوي.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د افغان پوځ د الوتکو په اړه وروستۍ پرېکړه تر دې دمه نه ده کړې خو ټاکل شوې چې دغه الوتکې افغان لوري ته ور نه کړل شي.

پنټاګون وایي دوی له پخواني پوځ سره پراخې مرستې کړې دي او داسې کومه نښه نښانه نشته چې دا مرستې دې له افغانستان سره په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه وشي نو له همدې امله ټاکل شوې چې ددغه الوتکو په اړه وروستۍ پرېکړه وشي او هغه له افغانستان وګرځول شي.

د نوي حکومت په راتګ سره د افغانستان ګڼې الوتکې د پخواني پوځ له لوري شمالي ګاونډیو تاجکستان او ازبکستان ته لېږدول شوې دي، چې تر دې دمه په یادو هېوادونو کې دي.

افغان حکومت په وروستیو کې ددغه الوتکو د بېرته رالېږلو غوښتنه کړې وه.

خو شمالي هېوادونو د دغه الوتکو له را لېږلو په غیر مستقیم ډول انکار کړی دی.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله