پنټاګون: القاعده شبکه لا هم په افغانستان سرخوږی دی

د امریکا ددفاع وزارت کانګریس ته د افغانستان په اړه په یوه استولي راپور کې ویلي، دوی القاعده شبکه کمزورې کړې ده خو ددغه شبکې ځینې غړي لا هم فعال دي او له طالب وسله والو سره اړیکه لري.

پنټاګون زیاته کړې چې دوی د طالبانو په همکارۍ کولی شي په افغانستان او سیمه کې امریکایي ګټو ته زیانونه جوړ کړي.

امریکايي چارواکو اندېښنه ښودلې چې ښايي د القاعده شبکې فعالیتونه یو ځل بیا په نړیواله کچه ګواښونه رامنځ ته کړي او د امریکا د متحدینو ګټې وګواښي.

په ورته وخت کې ایرو ایشیا په یوه مقاله کې ویلي افغانستان د امپراتوریو هدیره ده او امریکا بله هغه امپراتوري وه چې په افغانستان کې له ماتې سره مخ شوه.

سرچینه وایي امریکا په دې نیت افغانستان ته راغلي وه، چې دغه هېواد به جوړوي، د نشه يي توکو او ترهګرو ډلو پر وړاندې به مبارزه کوي، خو دا موخې نه دي ترلاسه شوې او امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي.

په مطلب کې راځي چې امریکا په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې زرګونه افغانان وژلي دي، زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي او خلک د امریکایي جګړو له لاسه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ایرو ایشیا وایي همدې مسایلو ته په کتو دا په ډاګه کېږي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور له ویجاړۍ او وژلو پرته بل څه نه لرل..

د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ