فبروري 26, 2021

پنجاب لوبډلي د مجیب ځدران اختریزه مبارکي پښتو او اردو ژبو خپره کړې+ویډیو

د هندوستان په ستر تجارتي کرکیټ لیګ کي ګډونوالي لوبډلي «کینګز الیون پنجاب» د خپل تکړه افغان لوبغاړي مجیب الرحمن ځدران دوې هغه ویډیوي خپرې کړې، چي پکښي په یوې کي یې په اردو او بلي کي یې بیا په پښتو ژبه ټولو مینوالو ته د اختر مبارکي ویلې.
کینګز الیون پنجاب لوبډلي د افغان لوبغاړي دا داوړي ویډیوګاني پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي خپرې کړي.
افغان لوبغاړي مجیب ځدران په اُردو ژبه خپلو ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ویلې او د هغه ترڅنګ یې ټولو ته د روژې او عباداتو قبلولو دُعا کړې.


 
بلخوا مجیب په پښتو ژبه هم ټولو ته د اختر مبارکي ویلې او د روژو او عباداتو ترڅنګ یې بیا په افغانستان کي د سولي او امن راوستلو دُعا کړې.

 
مجیب ځدران د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي یو تکړه سلو توپ اچونکی دی، چي په ملي لوبډله کي د ښې توپ اچوني له امله ورباندي حساب کیږي.
مجیب ځدران د هند په آی پي ایل سیالیو کي د کینګز الیون پنجاب لوبډلي سره لوبیږي او سږ کال هم دې لوبډلي له ځان سره ساتلی وو.
د هندوستان هیواد په دې کورنیو سیالیو کي د مجیب ځدران ترڅنګ راشدخان او محمدنبي عیس خېل هم د حیدرآباد لوبډلي برخه وال دي.
د هند آی پي ایل سیالۍ د روان ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتي په وروستیو کي پیلیدی، خو د کرونا ویروس له امله تراوسه ځنډېدلي او د نامعلومه برخلیک سره مخ دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*