Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

پنجاب لوبډله اشوين ته اړتيا نلري!

ليکنه: بهار سمسور

راتلونکی ۲۰۲۰ کال هند غوره لیګ (IPL) ته سر له اوسه د لوبغاړو په نیولو کار روان دی،خو یو شمېر لوبډلې بیا غواړي د تېر فصل ځينې لوبغاړي ایله کړي او په نورو لوبډلو يې خرڅ کړي.

دا ځل پنجاب لوبډله غواړي،خپل د تېر فصل لوبډلمشر راوي چندرا ایشوین ایله کړي،چې ډيلي کيپيټل لوبډلې يې په اړه لیوالتیا ښودلې ده.

تېر دری پړاونه ایشوین له پنجاب لوبډلې سره شتون درلوده،چې تېر ۲۰۱۹ کال ۱۲ فصل کې يې لوبډله په کمزوري حالت کې واقع وه او اوسنی نوی ګمارل شوی روزونکی میک هیسن غواړي یو داسې لوبغاړی د لوبډلې مشري پر غاړه ولري،څو هم ښه ځاني لوبه وکړي،خو تر څنګ يې د لوبډلې مدریت لپاره ښه ثابت شي.

راوي چندرا ایشوین په څه باندې اووه کروړه هندۍ کلدارو له دې لوبډلې سره و،خو ډيلي ته يې ترې اخیستل هم له دې پورته تمامیدلی شي.

د معلوماتو له مخې له ډيلي سره داسې کوم لوبغاړی شتون نه لري،څو د ایشوین پر ځای يې بدل کړي،ځکه ټول ځوان لوبغاړي چې په تېر فصل کې له ډيلي سره لوبیدل خپله وړتیا يې ښودلې ده.

د پنجاب لوبډلې څخه رابهر شوي،خو نه تاید شوي خبرونه وايي ممکن راتلونکي پړاو کې پیلیز غښټلی لوبغاړی کیل راهل د دې لوبډلې لوبډل مشري پر غاړه ولري.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی