پلاستیکي لوښي کارول کومې ستونزې پیدا کوي؟ 

ژباړه
پلاستيکي لوښي سپک او نه ماتېدونکي وي. نو ډېری کورنۍ په دغو لوښو کې ډوډۍ خوري. په داسې حال کې چې پلاستيکي لوښي روغتیا ته بالقوه زیانونه لري. کېدای شي د دې لوښو د کارونې له امله بېلابېلې ناروغۍ انسان ته پیدا شي؛ لکه: بېخوبي، ستړیا او ستوماني، کله کله هم د سرطان لامل ګرځي.

پر ورغتیا د پلاستیک اغېز:

بیسفینول هغه زهري مواد دي چې په وجود کې نه جبرانېدونکي‌ ګډ وډۍ رامنځته کوي. ځينې یې دا دي:
– د نجونو بېوخته بلوغ او د مخصوصو غړو بې اندازې غټېدل.
– په انسان کې د مخالف جنس خوی پیدا کېدل.
– د هورمونونو په مناسبو فعالیتونو کې بدلون راتلل او د ټسټسترون کمېدل.
– په نارینه‌وو کې د پروسټاټ غټېدل.
– د نارینه‌وو د سپرم د شمېر او کیفیت کمېدل.
– د وجود د دفاع‍ي سیسټم د فعالیت بدلون.
-غوسه ناک کېدل.
– هغه امېندواره مېرمنې چې په دوامداره توګه دې لوښو کې خواړه خوري، داسې زوی نړۍ ته راوړي چې تناسلي ستونزې لري.

هغه ستونزې چې بیسفینول یې پیدا کوي:

دا مواد په وجود کې د انسولین کچه ډېروي. که چېرې دا هورمون ډېر ترشح شي، وجود مقاومت کوي او په پایله کې انسان څورب/چاغ شي.
پر دې سربېره د نارینه‌وو او ښځینه‌وو د بې اولادۍ  لامل کېږي؛ ځکه د نارینه‌وو د سپرم شمېر او کیفیت کموي. قلبي او عروقي ستونزې هم پیدا کولی شي.
بیسفینول یوازې دې لوښو کې نه وي، د ماشومانو د لوبو په توکو کې هم کارول کېږي.
د میندو وجود ته د بیسفینول ورننوتل د دې لامل کېږي چې ماشومان یې روغ او عادي نړۍ ته رانشي.
خواړه باید په مایکرو ویو یا دې ته ورته لوښو کې تاوده نه شي. د دې لوښو کارونه بېخوبي، بې حوصله‌ګي او اوږدمهاله کارونه یې سرطان پیدا کوي.
کله چې پلاستیکي لوښي له ۴۰ درجو څخه ډېرې تودوخې سره مخ شي، یانې سره او ګرم خواړه پکې واچول شي، یو ډول مواد ترې راوځي چې له خوړو سره ګډېږي. دا مواد اسټایرن نومېږي چې د خوړو د تریخېدو لامل کېږي او ۷۷ ډوله سرطاني ناروغۍ له ځان سره لري.
ښايي لیدلي مو وي چې کله په پلاستيکي پیاله کې ځوښ/جوش‌ مایعات واچوئ، یو ډول غوړ د مایعاتو پر سر درېږي. دا غوړ همغه مضر مواد دي‌ چې ناروغۍ پیدا کوي. یو ځل کارېدونکي لوښي د سړو/یخو خوړو لپاره مناسب دي.
همدارنګه د اوبو پلاستیکي بوتل په فریزر کې د کنګل وهلو لپاره مه ږدئ؛ ځکه د ډیوکسین په نوم یو ډول زهر ازادوي.
هڅه دې وشي داسې لوښو کې خواړه وخوړل شي چې یا ښیښه وي یا هم له بوټو/لرګیو جوړ یا ریښه یې په طبیعت کې وي.
پلاستیکي کاشوغې او چمچې چې دېګي پرې ښورول کېږي، دا هم سرطاني‌ مواد په خوړو کې خوشې کوي.
د پلاستیکي لوښو د مینځلو پر وخت باید داسې قوي کیمیاوي شامپو ګانې ونه کارول شي چې د لوښو سطحه وشړوي. که ژوبل شول، د زهري موادو د ډېر راوتلو لامل کېږي.