هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .

پر کډوالو د بندیز فرمان ولسمشر ټرمپ په جنجال اړولی دی

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته په موقته توګه له اوو هیوادونو څخه چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي، د خلکو په سفر، او دې هیواد ته د کډوالو پر ورتک موقت بندیز ولګاوه، نوموړې له خپلو سیاسي رقیبانو او د امریکا په ښارونو او هوايي ډګرونو کې له زرګونو اعتراض کونکو سره په جنجال اوښتي .

د دوشنبې په ورځ ولسمشر ټرمپ په یو بې ساري اقدام کې د امریکا سرپرسته لویه څارنواله سالي یتز له دندې لرې کړه او پر ځای بل څارنوال په موقته توګه وټاکه.

یتز د لویې څارنوالۍ پر دندې د اوباما له خوا سرپرسته ټاکل شوې وه او تر هغې باید پاتې وی چې د امریکا سنا د لوی څارنوال څوکۍ ته نومول شوی جیف سیشنز تایید کړی وی.

خو ولسمشر ټرمپ وروسته له هغې د سالي یتز د لرې کولو پریکړه وکړه چې نوموړې وویل، په محاکمو کې به دا او همکاران یې د ولسمشر ټرمپ د کډوالو د بندیز په اړه د وروستي لانجمن فرمان دفاع ونه کړي.

سي این این تلویزون وايي، له وخت څخه مخکې د څارنوالې یتز لرې کول ددې څرګندوی دی چې د واشینګټن نوې اداره غواړي ولسمشر پر فیډرالي حکومت خپله ولکه زیاته کړي او د هغو په وړاندې چې د نوموړې د فرمانونو په وړاندې ودریږي لږ حوصله لري .

سالي یتز خپلو کارکونکو ته په یو ایمیل کې ویلي و چې د کډوالو په اړه د ولسمشر وروستی فرمان له اساسي قانون سره په ټکر کې دی ، ځکه خو یې دفاع مه کوئ.

په عین حال کې په داسې حال کې چې د ولسمشر ټرمپ پر دې فرمان اعتراضونه په زیاتیدو دي، نوموړې او د سپینې ماڼۍ ویاند د کډوالو په اړه د وروستیو بندیزونو ننګه یو وار بیا کړی .

د سپینې ماڼۍ د ویاند هغو څرګندونو هم عکس العملونه راپارولي چې پر هوايي ډګر یې د پولیسو له خوا د یو پنځه کلن ماشوم د نیول کیدو او لاسونو د تړلو ننګه کړې وه.

اخوا د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما له واک څخه تر لرې کیدو وروسته په خپل لومړي بیان کې د اعتراض کونکو ملاتړ کړی او ویلي یې دي:” خلک د سوله ایزو اعتراضونو او راټولیدو حق لري، څو منتخب چارواکي یې غږ واوري په ځانګړې توګه کله چې د امریکا د اساسي ارزښتونو خبره وي.“

نوموړې یو واربیا ټینګار کړی چې د حکومتولی په چارو کې د هیواد د وګړو ونډه یوازې تر انتخاباتو محدوده نه ده .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */