پر ځان باور؛ تاسې لوړ موقف ته رسوي

ليکنه او راټولونه

که ژوند کې هر څه تر سره کوئ، باید هر څه نه مخکې پر ځان باور ولرئ، څکه دا تر ټولو اړینه خبره ده.

ته مې خوښېږې!

ځانته ووایاست( ته مې خوښېږې ) هېندارې ته ودرېږه او ځانته بیا بیا دا خبره تکرار کړه، ترڅو باوري شئ. یوه ټکي ته مو پام وي دغه چاره هغه وخت ترسره کړئ کله چې خوشحاله اوسئ. په ځان باور ولرئ چې که د هر راز ننګونې سره مخامخ شئ د الله ج په مرسته د هغه سره مبارزه کولای شئ. ځانته منفي تلقینات مه ورکوئ لکه: ته احمق یې، ته کمزوری یې، ولې دې داسې وکړل…

تل ځان سره دا جملې تکرار کړئ، زه ښه مینه‌ناک انسان یم، زه د ښې پرېکړې خاوند یم، زه خپلو وړتیاوو سره مینه لرم، زه رښتینی او وړ کس یم، زما شخصیت غښتلی دی، زه ښه احساس او منطق لرم او زه یو خادم شخص یم.

که چېرې تاسې خپل پر ځان بدګومانه شئ نو نور به څنګه پر تاسې ښه ګومان وکړي؟

نور انسانان هم تاسې ته هغومره عزت او قدر درکوي څومره چې ته خپل ځانته ورکوې.

هیڅکله یوازیتوب مه غوره کوئ:

ښایي تاسې په دې لټه کې یاست چې له ټولنې او خلکو نه ځان لري او ګوښه کړئ، خو که ستاسې دغه عمل زیات تکرار شي تاته به د منفي فکر کولو لاره هواره کړي او بیا به هېڅوک د دغه راز فکرونو د مخنیوی لپاره درسره مرسته ونه کړي.

کله چې ستونزه درته پیدا کېده د خپلو ملګرو او کورنۍ سره شریکوئ او په حل کې یې له دوی څخه مرسته وغواړئ، که چېرې ټولې ستونزې تاسې له ځان سره وساتئ ډېره وړه ستونزه درته لویېږي.

همدې لپاره هر انسان باید ټولنیز ژوند غوره کړي، د ښو وګړو سره اړیکه ټینګه کړئ، کله چې ټولنه کې ژوند وکړئ د نورو انسانانو سره دې باور هم ډېرېږي.

ځان لپاره حقیقي موخې وټاکئ:

رښتینې موخې ځان لپاره انتخاب کړئ، په کم وخت کې د هر څه د لاسته راوړنې حرص مه کوئ، که چېرې پرې بریالی نشئ نو بیا ځان ملامتوئ.

ژوند یوه ازموینه ده تاسې به وینئ که چېرې د خلکو سره ښه چلند او مرسته وکړئ هغوی به یې هم له تاسې سره وکړي.

په ځان باور نه درلودل مو هېڅ ځای ته نه رسوي، یوازې موږ بدمرغئ، تباهئ پر لور بیایي او کله چې پکې راګیر شو، نو بیا به راباندې وخاندي ځکه چې ده به د ځان لپاره په کې یو ملګری پیدا کړی وي.

که موږ غواړو پر ځان باور ډېر کړو او له دې بې باوری څخه ځان وژغورو، نو تل باید د خپل ژوند په مثبتو اړخونو فکر وکړو او د خپل ژوند نیکې خاطرې/ یادیزې په خپل ذهن کې ژوندي وساتو، په الله ج باندې باوري واوسو او اوامرو ته یې غاړه کېږدو، د حضرت محمد ص د سیرت مطابق ځان برابر کړو.

 

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ