پر والدینو د اولادونو له حقوقو څخه یو یې هم د ښه او اسلامي نوم ایښودل دي!

لکه څرنګه چې مور، پلار په اولادونو حق لري. همدارنګه اولادونه هم په پلار مور حق لري د اولادونو روزنه، سالمه تربيه، د لويولو تر وخته پرې پوره پام کول، تر څو له سالم بدن سره لوی او د دې ټولو حقونو تر څنګ يو هم د نوم ایښودل دي، چې پر مور او پلار باندې لازمه ده چې په نوي زېږېدلي ماشوم مناسب نوم کېږدي چې کورنۍ باید دغه ټکي ته پوره پام وکړي.
موږ په ټولنه کې تر ډېړه د داسې نومونو کېښودلو شاهدان يو چې د دې تر څنګ چې هېڅ سمه مانا نه لري بلکې دا ډول نوم په ټولنه کې د نورو خلکو د تمسخر سبب کېږي. ځينې وخت پلار مور د خپل نوم تر څنګ له ناز نه يو بل نوم خپلو کوچنيو ماشومانو ته اخلي چې په راتلونکي کې په هغه نوم په ټولنه کې مشهور شي چې په شخصيت يې ناوړه اغېز کوي.

له اروايي پلوه ښه او غوره نوم د یوه ماشوم شخصیت له ماشومتوبه مثبتې خواته بیایي، که چېرې د یوه ماشوم لپاره داسې نوم غوره کړو چې سمه مانا ونه لري؛ نو ښايي د ژوند په اوږدو کې د ماشوم پر شخصیت بده اغېزه وکړي. کله چې غواړئ پر نوي زيږېدلي ماشوم نوم کېږدی، هڅه وکړئ چې نوم یې اسلامي وي، ځکه نوم پر انسان په مستقیم ډول اغېز لري. داسې نوم وټاکئ چې په ویلو سره یې تاسو او مخاطب کس مثبته روحیه واخلی.

نوم اخیستل تر ټولو لومړی تاثیر پر مخاطب کوي، تاسو باید په دې اړه فکر وکړئ چې ستاسو ماشوم دغه نوم نه یوازې اوس او د ځوانۍ په مرحله کې کاروي، بلکې د مرګ تر ورځې پورې به خپل نوم ورسره ملګری وي، مثبت او منفي تاثیرات به یې پر مخاطب له ورایه لیدل کېږي.

هغه نومونه دي چې په هغه کې د بندګۍ صفت موجو وي لکه عبدالله ، عبدارحمن ، عبدالخالق …

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (إن أحب أسمائكم إلي الله: عبدالله و عبدالرحمن). يعني: « الله ته خوښ نومونه عبدالله ، عبدالرحمن دي ».( مسلم 2132) .

ځينې وخت پلار مور د خپل نوم تر څنګ له ناز نه يو ډول نوم خپلو کوچنيو ماشومانو ته اخلي چې په راتلونکي کې په هغه نوم په ټولنه کې مشهور شي چې په شخصيت يې ناوړه اغېز کوي.

سنځله، منګی، چمن، ادوګۍ، ببکی، مټو… دا هغه نومونه دي چې ما په خپله په دې نوم نومول شوي کسان ليدلي دي.

دا چې د انسان په شخصيت يې نوم ډېره اغېزه لري نو اړينه ده چې پلار مور په خپلو اولادونو اسلامي او مناسب نوم کېږدي. د نوم د غوراوي لپاره ډېرې لارې شته، چې هم کتابونه او په اوسنۍ زمانه کې ټولنيزو شبکو په استفادې سره ټاکلی شئ. خو د نومونو د غوره کولو او ټاکلو ښه طريقه دصحابه وو نومونه دي چې د خپلو اولادونو لپاره يې غوره کړئ.

وروستي مطالب