پر نجونو د پټ تعلیمي نصاب منفي اغيزې

 

راټولونه/شپنه سلګۍ

نا رسمي تدريس، ناپلانه او په ناپامه ډول د زده کوونکو په واسطه د ښوونځي د منځپانګې زده کول، زياتره د پټ تعلمي نصاب په نامه ياديږي. په پټ تعلمي نصاب کې هغه سلوک او نظريات راځي چې د ښوونکو، شاګردانو او ټول ښوونځي (پټوپيغامونو) ته يې دوام ورکړى دى. پټ تعلمي نصاب ښايي داسې هم تعريف شوى وي ” د حالاتو، د افرادو د شخصيت او ټولنيز ګروپ په اړه د ځوانانو لپاره د لېږدېدلو پيغامونو راغونډول”.

څيړنې ښيي چې په ټولګي کې دنننه د ښوونکو ذهنيت يا عادت د پټ تعلیمي نصاب يوه بيلګه ده. کله چې يوې پوښتنې ته ځواب ورکوي ښوونکي لېوال دي هلکان د نجونو په پرتله په پرله‌پسې او ښه ډول وستايي. همدارنګه هلکان د نجونو په پرتله د ښوونکو څخه زياتې جايزې او ډالۍ اخلي، البته يوازې په هغو ټولګيو کې چې هلکان يوازې وي دا اختلاف نه رامنځته کېږي. تر اوسه د چلند ډول د ښوونکو توقعات د هغو نجونو لپاره هماغسې ادامه لري چې هغوى لږې هڅوي.پ ه ګډو ټولګيو کې نارينه شاګردان د ټولګي خبرې کنټرولوي. ډيرې پوښتنې کوي او ډير ځوابونه وايي. هغوى د خپلو نظرياتو د معنوي څرنګوالي د پاره ستايل کېږي… کله چې غلي کېږي د ښوونکي له خوا ورسره مرسته کيږي. پټ تعلمي نصاب د هلکانو په پرتله نجونو ته زيات تاوان لري؛ نو زياتره نجونې په کور کې د ورونو يا د نورو نارينه و څخه زده کړې کوي، چې د ښوونځي برياوې د کورنۍ يوه شخصي سرچينه يا غرور نه دى.د ښوونکو له خوا که نارينه وي که ښځينه زياتره د هغو سره ښه چلند نه کوي او نه يې هڅوي چې په ښوونځي کې بر يالۍ شي.

ټولې نجونې په پرلّ‌پسې ډول د خپلو ښوونکو له خوا په فزيکي او اروايي ډول ګواښل کېږي. د نجونو لپاره د پټ تعلیمي نصاب يوه برخه دا ده چې د هغو هيله نه پوره کېږي، چې د خپلو وروڼو په څېر زده‌کړه وکړي. د هغوى نه غوښتل کېږي چې د ساينس په مفاهيمو او د رياضي په مهارتونو کې ماهرې وي. هغو ته اجازه نه ورکول کېږي چې خپل غږ پورته کړي او پخپله خبرې وکړي يا وپوښتي يا ځواب ورکړي.

په ښوونځي او زياتره په کورنۍ کې د يوې نجلۍ چوپتيا ته په ښه سترګه کتل کېږي، يانې هغه نجلۍ چې غلي وي هغه يو ښه شخصيت معرفي کېږي. که يوه نجلۍ په بشپړ ډول نېکمرغه وي چې خپلې ښوونې او روزنې ته تر منځنۍ دورې يا پوهنتونه دوام ورکړي هغه د خپلو زده کړو په هرګام کې د پټ تعلیمي نصاب سره مخامخ کېږي. اوس دا انديښنه ده چې لږ شمير ښځې کولى شي د خپلو زده کړو تر اساسي کلونو ور اخوا د خپل ښوونځي د فشارونو پر وړاندې ودرېږي، دا يوه حيرانتيا ده چې ډېر يې لري.

د ښوونکو پټ تعلیمي نصاب زده‌کړو ته د نجونو لاسرسى، په درسي ټولګي کې د جنسيت تبعيض او د جنسيت برابرى په بېلابېلو ښوونځيو کې شته، که دولتي ښوونځي وي او که شخصي، د پټ تعلیمي نصاب نور اړخونه لکه د جنسيت ځينې تصورات له پخوا وضع شوي دي چې په ټول فرهنګ (او ټوله نړۍ) کې ساتل شوي دي، مثلا  نارينه په رياضي، ساينس او ټکنالوژۍ تر ټولو لوړ دى او ښځې په هنر او ادبياتو کې دا دوه اړخونه او فرهنګي اغېزې د هغو عقايدو د جملې څخه دي چې د مور/پلار او ښوونکو د نسلونو په وسيله ثبت شوي دي. د ټولو خوځښت ځواکمن دى، ځکه مشران ښايي نه پوهېدل چې هغو دا عقيدې ساتې او عمل پرې کوي ګونګ او ناارادي پيغامونه کولى شي د نجونو او هلکانو په منځ کې يوه مفکوره رامنځته کړي چې لاملونه شته چې نجونې نشي کولى د خپل جنس له امله په هلکانو برلاسې شي، د جنسيت د تبعيض د چلند ډول د ځان ارزونې يوه وړاندوينه ده،د هغه حقيقت په واسطه چې نجونې خپل برېاليتوب په هغه چانس پورې تړلى ګڼي چې نا پايښته دى، په داسې حال کې چې ډير هلکان خپل برياليتوب په خپله ځواکمنۍ کې ګڼي چې د ډاډ وړ ده دا کار مرسته کوي چې ډيرې نجونې په ځان لږ اعتماد ولري.

وروستي مطالب