پر محصلینو او زدکوونکو د کرنتین  ناوړې اغیزې

لیکنه: تمنا عطایي

لکه څنګه چې پوهېږو د کورونا د ناروغۍ کچه ډېره لوړه شوې ده او دغې ناروغۍ په تعلیمي او تحصیلي سیسټم باندې ډېرې ناوړې اغېزې کړې دي.

په دغې لیکنې کې تاسو ته د کورونا ناروغۍ د هغو ناوړو اغېزو په اړه چې په تحصیلي سیسټم یې کړې دي، معلومات درکوم. د لیکنې تر پایه مو ملتیا غواړم.

لومړی: د کورونا ناروغي د دې لامل شوې، چې پوهنتونه او ښوونځي کرنټین شي او ډېری زدکوونکي او محصلین له درسي بهیر نه شاته پاتې شي.

دویم: د کورونا ناروغي د دې لامل شوې چې ځينې پوهنتونونه او کورسونه خپل درسي بهیر د انلاین درسونو له لارې مخته یوسي. انلاین تدریسي بهیر کې ډېری محصلین او زده کوونکي په سمه توګه انټرنټ ته لاسرسی نه لري له همدې امله ډېری محصلین او زده کوونکي له درسونو نه شاته پاتې کېږي.

دریېم: ډېری محصلین د کرنټین پر مهال له درس څخه ګوښه کېږي

ډېری محصلین د کرنټین پر مهال ځکه له درسونو نه ګوښه کېږي چې هغوی ته کومه تنبیه؛ لکه د استاد له لورې پر محصلینو فشار چې هغوی درس ويلو ته اړ کړي، شتون نه لري، د محصلینو زړونه ټول وي او په دې فکر وي چې کله پوهنتون په حضوري ډول پيل شي، بیا به درس ووايي. خو دا د دی لامل کېږي چې یو محصل د شپاړلس اونيو درس په یوې شپې کې یعنی د ازموینې په شپې کې ووایي.

څلورم: په زدکړو کې ځنډ

ښوونځي او پوهنتونونه د زده کړې او د مهارتونو ډېرې ښې وسیلې دي.

کورونا ناروغي او کرنټین د دی لامل شوی ده، چې یوه ډېره بد اغیزه پر هغه ضعیفو زده کوونکو وکړي چې د ښوونکي له رهنمایۍ پرته څه نشي زده کولای او کرنټین د دوی د زده کړې پر وړاندې خنډ دی.

پینځم: پوهنتونونه او ښوونځي د ټولنیزو اړیکو په جوړولو کې ډېره لویه مثبته اغیزه لري

کورونا ناروغي او د پوهنتونو او ښوونځیو کرنټین د دی لامل شوی ده، چې زرګونه محصلین او زده کوونکي د ټولنیزو اړیکو له جوړولو نه شاته پاتې شي او ګوښه توب غوره کړي.

شپږم: یو شمېر محصلین او زده کوونکي سمارټ فون نه لري

هغه محصلین چې انټرنټي وسایل او سمارټ فون نه لري، نو کرنټین د هغوی لپاره يو لوی درسي خنډ دی. هغوی نه شي کولای چې له سمارټ فون پرته انلاين درسونه پر مخ يوسي نو له همدې امله د انلاین درسونو له بهیر نه شاته پاتې کېږي، چې دا خپله د محصلینو د زدکړو په کچه ناوړې اغيزې لري.

د لیکنې په پای کې باید ووايم، موږ هیله لرو او د الله تعالی له دربار څخه غواړو چې دغه ناروغي په خیر سره له منځه ولاړه شي، تر څو ټول محصلین او زده کوونکي وکولای شي چې په حضوري بڼه خپلو درسونو ته حاضر شي او د محصلینو د زدکړو لپاره هېڅ ډول خنډ پیدا نه شي.