د چهارشنبې په ورځ کرکیټ بورډ د افغانستان د ملي لوبډلي د وخت تکړه ویکیټ ساتونکي او تیز توپ اچونکي شهزاد محمدي باندي د لګول سوي بندیز د لیري کېدو په اړه خبر ورکړ.
کرکیټ بورډ پر شهزاد محمدي باندي د تېر ۲۰۱۹م کال په اګسټ میاشت کي د اداري اصولو څخه د سرغړوني له امله یو کلن بندیز لګولی وو، چي اوس کرکیټ بورډ ئې د بندیز د پای ته رسېدو په اړه خبر ورکړ.
Cricket: Afghanistan v Zimbabwe. 2nd T20 International. Sharjah cricket stadium, Sharjah, UAE. Afghanistan’s Mohammed Shahzad makes 50
© Picture Copyright >> Christopher Whiteoak >> 0558117530
هغه څه موده مخکي د ادارې د عمومي مشر او ډسپلین کمېټې له لوري پر نوموړي د پاتې مودې بندیز د بخښنې غوښتنه کړې وه، چې په پایله کې د ادارې د ډسپلین کمېټې د پرېکړې او عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي له تایید وروسته پر نوموړي د بندیز پاتې موده وبخښل سوه.
که څه هم پر ملي لوبغاړي محمد شهزاد د پاتې مودې لپاره د لوبې نه کولو بندیز لرې کړل شو، خو د هغه د قرارداد د بندیز موده به تر خپلې ټاکلې مودې پورې وي چې د یادې مودې له پای ته رسېدلو وروسته به نوموړی له ادارې خپل قرارداد ترلاسه کړي.
محمد شهزاد د کرکټ بورډ مشرتابه له اجازې پرته د سفرونو او همدارنګه د یوه بل هېواد په کرکټ اکاډمۍ کې د تمریناتو له امله له بندیز سره مخ شوی و، ځکه هر لوبغاړی چې له هېواده بهر د سفر تابیا لري نو باید له ادارې اجازه ترلاسه کړي.
نوموړی د نړیوال جام لوبو پر مهال هم د زنګانه د ټپ له امله له لوبو راګرځول شوی و.
خو اوس د شهزاد محمدي پر ځای په ملي لوبډله کي ځوان او خورا ښه توپوهونکي او ویکیټ ساتونکي رحمن الله ګربز ته ځای ورکړل سوی.
رحمن الله ګربز د افغان لوبډلي په وروستیو شل آوریزه لوبو کي خورا ښه وځلېد او د افغانستان لپاره ئې خورا په ښه ډول توپوهنه او ویکیټ ساتنه ترسره کړه.
هغه وخت پر ټولنیزو رسنیو هم رحمن الله ګربز ډېر وستایل شو او ټولو هغه د افغانستان راتلونکی او د شهزاد محمدي ښه ځای ناستی وباله.
د راتلونکي مارچ میاشتي په ۶مه، ۸مه او ۱۰مه نېټه افغان او ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلي درې شل آوریزه لوبي ترسره کوي.
د ایرلینډ په وړاندي اعلان سوې افغان لوبډله کي ځوان لوبغاړی رحمن الله ګربز هم شتون لري.
خو د شهزاد محمدي تر بندیز او قراراد لاسلیک کېدو وروسته ممکن هغه ته یوازي په یو ورځنیو او ټیسټ سیالیو کي د لوبېدو چانس برابر سي، خو په شل آوریزه لوبو کي د لوبېدو چانس ئې بیخي لږ دئ، ځکه رحمن الله ګربز اوس خورا په ښه ډول لوبیږي.
درې واړه فارمټونو کې د نړۍ زیات ویکټ اخیستونکي لوبغاړي
Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ اچونکي جېمز انډرسن په نړیوال کرکټ کې ۹۰۰ ویکټې بشپړې کړې، چې په نړیواله کچه شپږم زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی شو. ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي