پر راشدخان د شفيق ستانکزي او انظمام الحق دعوه ده؟!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ليکنه: مدثر دعوت
د افغانستان کريکټ ملي لوبډلي پخوانی اجرائوي مدير او پخوانی کوچ انظمام الحق دواړه ملي لوبډلي ته د راشد د راويستلو دعوه لري.
انظمام الحق پر خپل يوټيوب چينل ملي لوبډلي ته د راشدخان د راويستلو په اړه کيسه کړې.
انظمام وايي کله چي د افغانستان ملي لوبډلي کوچ وم مابه د لوبغاړو سره په عربي اماراتو کي ليدله او د تمرين ځای مو هم هغه وو، ماته د ملي لوبډلي مدير شيراغا همکار وويل چي يو داسي نوی ځوان توپ اچوونکی سته چي راتګ به يې پر ملي لوبډلي تاثر ولري،او يو غوره توپ اچوونکی دی خو ما ورته وويله تر هغو چي يې زه پخپله ونه وينم باور نه کوم.

بيامو راشد د افغانستان څخه عربي اماراتو ته راوغوښتی او ورته مي وويله که دي چيري دي زما ويکټه ترلاسه کړه نو په سکواډ کي دي شاملوم،راسره وې منله، راشد راته توپ اچوونه وکړه،زه يې اوټ نه کړم خو توپ يې متاثره کړم، ګوګلي يې خطرناک او د نورو سره متفاوت وو ځکه دومره ځيرک وو چي د توپوهونکي نه ورته پام کيدی،ما ورسره ژمنه وکړه چي ټيم کي دي داخلوم.

لوبډلي ته مي راويستی خو د غوراوي کميټې غړو راسره مخالفت کوی، حتی سکواډ اعلان سو او د راشد نوم نه وو پکښې ځکه د غوراوي کميټې بهانه دا وه چي راشد يې وړتيا نلري،خو ما ورته وويله تر څو چي د راشد نوم نه وي زه سکواډ نه منم، هغه وو چي د زيمبابوې لپاره سکواډ کي واخيستل سو او د ملي لوبډلي دايمي غړی سو.
د انظمام په باور د راشد اصلي څيره لاهم تر اوسه چا سمه نده ليدلې ځکه هغه يو خورا قوي توپوهونکی هم دی،که زه څه وخت نور هم د افغانستان کريکټ لوبډلي کوچ پاته سوی وای مابه په ټاپ ارډ کي لوبولای وای.

خو د کريکټ بورډ پخوانی اجرايوي رئيس شفيق ستانکزی ملي لوبډلي ته د راشدخان د راتګ کريډيټ ځان،دولت احمدزي او اصغر افغان ته ورکوي.
ستانکزی وايي انظمام د راشد په اړه نه مالومات درلوده او نه يې هم پيژندی خو دولت احمدزي او اصغرافغان زما څخه د راشد غوښتنه وکړه،ما ورسره ومنله او وروسته د زيمبابوې په وړاندي د ملي لوبډلي برخه وګرځيدی.
شفيق ستانکزی پر خپلي فيسبوک پاڼي ليکي:

((انظمام الحق ته په کمال د احترام، اما د راشد خان په اړه یي تر ډیر حده غلط معلومات ورکړل.
راشد خان د دولت احمدزي په سپارښتنه او د کپتان اصغر افغان په وینا د شل اوریزه سکواډ حصه وه، کله چی موږ لومړۍ یو ورځني لوبه له زمبابوی څخه وبایله نو دولت خان او اصغر افغان له ما څخه راشد خان وغوښت او ماهم ددوي خواست منظور او پدي ډول د یو ورځنیو لوبډلي حصه شه.
نوټ: انظمام الحق راشد بلکل لیدلۍ هم نه وه او بله دا چي کله راشد زمبابوي ته ورسید نو په سبا یي خپله لومړني لوبه ترسره کړه.
راشد هغه غمي ده چي دولت خان پیدا او اصغر افغان و تراشه.
لطفاً! خودکش بیګانه پرست کیږی مه.))

د ياران خبريال د شفيق ستانکزي پوسټ کي هيڅ ايډيټ ندی کړی!
د راشدخان په اړه د هند ولس د لومړي وزير څخه کال وړاندي د افتخاري تابيعت غوښتنه کړې وه،پاکستان خپل د هيواد وباله او دادی اوس يې ملي لوبډلي ته د راتګ د وياړ ترلاسه کولو دعوه هم روانه ده.
ايا موږ بختور نه يو؟!
د انظمام الحق د ويډيويي خبرو لينک:
https://youtu.be/03s5644cttA