Advertisements
کلتور او هنر

پرینکا چوپړه د هغې د واده په اړه سکوت مات کړ او خلکو ته یې ځواب ورکړ

د هندي سینما ښکلی ستوري پریانکا چوپړا د واده د اوازو په تړاوو خپل سکوت مات کړ او ټولې هغه اوازې چې یې د واده په تړاوو خپرې شوې وې رد کړې.

څو ورځې وړاندې ګنګونسي خپرې شوې وې چې د بالیوډ ستورې او پروډیوسرې پریانکا چوپړا پټ واده کړی او هېڅوک یې نه دي خبر کړي.

پریانکا چوپړا نه یوازې دا چې د بالیوډ ستورې وه او ډېر کامیاب فلمونه لرل بلکې د ځېنو فلمونو د پروډیوسرۍ دنده یې هم اجراء کړې ده.

خو په هندې فلمونو کې په کار کولو او پروډیوسرۍ یې د ستړیا احساس ونکړ او هالیوډ فلمونو کې هم کار شروع کړ او هلته یې هم په یو شمېر فلمونو او ټلویزیونې سریالونو کې په کامیابۍ کار وکړ.

خو په وروستیو کې یې په پټه د واده اوازې زور اخېستی و او تر دې حده ورسېده چې پریانکا چوپړا مجبوره شوه خپله د خپل واده په اړه خلکو ته ځواب ووايي.

څو ورځې وړاندې چوپړا په سوشل مېډیا کې خپل یو انځور خپور کړی وو، چې پکې نوموړې د خپلو ساتوونکو سره یوځای ښکاري، چې همدغه تصویر په بیا ـ بیا ټولنېزو رسنیو کې خپور شو.

د پریانکا په دغه انځور کې د ټولنیزې رسنیو کارونکو د هغې په لاس تړل شوي بنګړي ته پام شوی کوم چې د ((منګل سوتر)) په څېر ښکارې.

د منګل سوتر په لیدو سره د پریانکا مینوالو د نوموړې په تصویر تبصرې شروع کړې چې ګنې پریانکا بغیر له دې چې رسنۍ او خلک خبر کړې واده کړی او هېڅوک یې نه دی خبر کړی.

منګل سوتر د هندوستان د خلکو هغه مذهبي نښه ده چې د واده پر مهال یې خاوند مېرمنې ته ورتړي.

دا خبر په رسنیو کې زیات خپور شو تر هغې چې خپله پریانکا خپله د نوموړې د واده د سپیناوي په تړاوو رامخته شوه او هغه اوازې یې ټولې رد کړي چې خلکو د تصویر له لیدو وروسته د هغې په لاس د بنګړي څخه پیل کړې وې.

پریانکا وویلي چې ټولې هغه اوازې چې د دې د واده په تړاوو خپرې شوې دي دروغ دي او هېڅ حقیقت نه لري.

نوموړې ویلي چې د درواغو اوازې په ډېر تیزۍ تر خلکو رسیدلي، خو زه باید تاسي ته روښانه کړم چې مې کوم واده نه دی کړی.

زیاته کړې یې ده که یې کله هم د واده نیت پیدا شو او یا یې واده کولو نو ټولو ته به یې په ښکاره ووایي او مینوال به خبر کړي.

پریانکا وایي واده هېڅکله هم په پټه نه کیږي.

د یادولو ده چې پریانکا د هاليوډ سینما د سریز(کوانټیکو) دریېمه برخه کې شوټینګ پای ته رسولی او هندوستان تللې او اوس به هلته د فلم جوړونکي او لارښود علی عباس ظفر په فلم(بهارت) کې برخه واخلي.
بهارت فلم کې د هندي سینما وتلی ستوری سلمان خان د فلم مرکزی رول لري.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی